
د سين هوا اژانس د خبر له مخی د طالبانو مشر ملا محمد عمر په دې وروستيو ورځو کی د يوې اعلاميې په خپرولو سره له خپلو پلويانو څخه غوښتنه وکړه چی د افغانستان په پوځونو او د امريکې په مشرۍ خارجی پوځونو باندی حملې پياوړی کړی، تر څو ټول خارجی پوځونه له افغانستان څخه وشړل شی.
د نوامبر په شپږمه نيټه د افغانستان د محلی مطبوعاتی ذرايعو له مخی، د روانې مياشتې په دريمه نيټه په کوچنی اختر کی د فکس په واسطه يو محلی مطبوعاتی سرچينې ته د نوموړې اعلاميې په خپرولو سره له ټولو افغانانو څخه غوښتنه وکړه چی خپل جهاد ته دوام ورکړی او له امريکايی پوځونو سره يی د عراقيانو جګړه وستايله.