<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-07 19:10:39    
د چين د خاصو ولايتونو په باب معلومات

cri

په چين تر ټولو لوی ولايت

د شينجيانګ د ويغوری قوم خودمختاره سيمه په چين کی تر ټولو لوی ولايت دی چه مساحت يی څه دپاسه يو مليونو شپږ سوه زره مربع کيلومترو ته رسيږی. دغه مساحت د چين د عمومی مساحت يو پر شپږمه برخه نيسی او د فرانسی د مساحت نه دری چنده زيات دی. د ١٩٩٤ کال د احصايی له مخی، د شينجيانګ نفوس شپاړس مليونه دری سوه شل زرو تنو ته رسيدلی دی.

شينجيانګ د چين په شمال لوېديځ کی پروت دی . د نوموړی ولايت شمال ختيځ، شمال لوېديځ او جنوب لوېديځ په جلا جلا توګه د مغولستان، روسيی، افغانستان، پاکستان او هند سره ورڅېرمه دی.د ١٩٥٥کال د اکتوبر په لومړی نيټه د شينجيانګ د ويغوری قوم خودمختاره سيمه جوړه شوه.

مالداری د شينجيانګ په اقتصاد کی مهم ځای نيسی او شينجيانګ د چين د مالداری مهمه اډه ده. انګور او خربوزه د شينجيانګ نامتو خاص توليدات دی. د شينجيانګ منابع ډېر زيات دی او اوس يی په ابتدايی توګه د سوسياليزم صناعتی بنسټ جوړ کړی دی.

په چين کی تر ټولو ډېر قومونو لرونکی ولايت :

په چين کی لږ نفوس لرونکی قومونه په براخه توګه پراته دی او د يون نان په ولايت کی د لږ نفوس لرونکو قومونو شمېر تر ټولو ډېر دی. د يون نان ولايت د چين د جنوب په سرحدی سيمه کی پروت دی او جغرافيايی حالت يی ډېر پيچلی دی . د دغه ولايت لوېديځ او جنوب د ميانمر، لائوس او ويتنام سره ور څېرمه دی. د يون نان د ولايت

مساحت څه دپاسه دری سوه اتيا زرو کليومترو او نفوس يی پنځه دېرش مليونو اته سوه شل زرو تنو ته رسيږی.د هان د قوم نه پرته ، د هوی قوم، ځانګ قوم، مياو قوم او يی قوم په شمول اته ويشت قومونه په يون نان کی اوسيږی. د ١٩٨٢ کال د احصايی له مخی، په يون نان کی د لږ نفوس لرونکو قومونو د اوسيدونکو شمېر څه ناڅه لسو مليونونو تنو ته رسيدلی دی چه د يون نان د ولايت د نفوسو د عمومی شمېر په سلو کی څلور دېرش برخه نيسی .

په چين کی د لږ نفوس لرونکی قوم لومړی خودمختاره سيمه

د چين د اساسی قانون سره سم په هغه سيمه کی چه لږ نفوس لرونکی قوم په يو ځای اوسيږی ، خودمختاره سيمه جوړېدای شی.

د داخلی مغولستان خودمختاره سيمه کومه چه د ١٩٤٧ کال د می په لومړی نيټه جوړه شوه، په چين کی لومړی خودمختاره سيمه ده او مرکز يی د هوهاوت ښار دی. د داخلی مغولستان د خودمختاری سيمی عمومی مساحت يو مليونو يو سلو دری اتيا زره مربع کليومتره دی. د ١٩٩٠ کال د احصايی له مخی، نفوس يی څه د پاسه يوويشت مليونو تنو ته رسيدلی دی. د داخلی مغولستان د خومختاری سيمی اکثره ځايونه د زرو مترو جګوالی لرونکی لوړی دښتی دی ، نو دلته پراخی دښتی شته او د چين د مالداری د مهمو اډو څخه شمېرل کيږی او د ځنګلونو منابع يی هم ډېر زيات دی.

په چين کی تر ټولو په پراخه توګه اوسيدونکی لږ نفوس لرونکی قوم:

دا معلومه ده چه په چين کی ډېر لږ نفوس لرونکی قومونه شته . پکی د هوی قوم تر ټولو په پراخه توګه اوسيږی. د هوی قوم په عمده توګه د نينګ شيا، دګان سو او د هه نان د ولايتونو په شمول سيمو کی ژوند کوی. د ١٩٩٠ کال د احصايی له مخی، د هوی د قوم نفوس شپږ اتيا مليونو تنو ته رسيدلی دی.