<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-07 17:52:08    
د چين د لياو نينګ ولايت په بيړنی توګه د هی شان ولسوالی د مرغانو د انفلونزا ناروغۍ د سرايت د وقايی او کنترول دپاره کوشش کوی

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی: د چين د لياو نينګ ولايت د مرغانو د انفلونزا د ناروغۍ د سرايت د وقايی او کنترول څانګې د رواني مياشتې په اومه نيټه اعلان وکړ چه اوس د هي شان په ولسوالی کی د ناروغ شويو کورنيو مرغانو د وژلو او ښخولو او په ټول ولايت کي د کورنيو مرغانو د جبری مصونيت د تطبيق کارونه په ښه شان سره روان دی٠

د لياو نينګ ولايت د مربوط مسؤل په قول، اوس د لياو نينګ ولايت په پوره توګه د کورنيو مرغانو د وژلو او ښخولو د تدبيرونو لارښوونه کوي او د نوموړي ناروغۍ د سرايت د مخنيوی دپاره په کليو کي طبي کارکوونکي د دي ناروغۍ په وقايي او کنترول بوخت دي . دغه راز په ټول ولايت کي په اوبو ، لندو ځايونو او طبعی سيمو کي د نوموړي ساري ناروغۍ د وقايي او کنترول تدبيرونه په عادي توګه روان دي .