<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-07 18:52:40    
د روغتيا د نړيوال سازمان پوهانو ته بلنه ورکړه شوی چه د مرغانو د انفلونزا د سرايت د مخنيوۍ او کنترول لپاره له چين سره همکاری وکړی

cri

د نوامبر په شپږمه نيټه د چين د روغتيا د وزارت نه د رارسيدلی خبر له مخی ، تر اوسه پوری دی وزارت ته د هغو درو تنو ناروغانو په باب راپوررسيدلی چه د سږی په ناروغۍ اخته شوی ، خو علت يی معلوم نه دی . امکان شته چه دمرغانو د انفلونزا H5N1 ډوله ناروغی دوی ته خپره شوی وی . په دی هکله د چين د روغتيا وزارت د روغتيا نړيوال سازمان ته بلنه ورکړه چه د اړوندو پوهانو په ليږلو سره د نوموړو ناروغانو د علتونو د پلټنی په هکله له چين سره همکاری وکړی .

د اکتوبر په اوويشتمه نيټه د چين د روغتيا وزارت ته په رارسيدلی يوه راپور کی ويل شوی چه نوموړی دری تنه ناروغان چه دوه کوچنيان او يو تن ښوونکی دی ، د جنوبی چين د هو نان ولايت د شيانګ تان په ولسوالی کی وموندل شول . له بده مرغه له دوی څخه يو ناروغ ماشوم  مړ شو . د دغو درو تنو ناروغانو نه دمخه په چين کی همدغسی ناروغان نه ؤ .

د نوموړی راپور د اخيستلو نه وروسته د چين د روغتيا وزارت پروخت د روغتيا نړيوال سازمان ته د اړوندو تفصيلاتو او د مرغانو د انفلونزا د سرايت د مخنيوۍ او کنترول لپاره د نيول شويو تدبيرونو په باب معلومات ورکړل . په دی غرض چه ژر تر ژره به د دوی د ناروغو علتونه پيدا شی ، د چين د روغتيا وزارت د روغتيا له نړيوال سازمان څخه غوښتی دی چه اړوند پوهان چين ته راواستوی

ترڅو د چين له اړوندو متخصصانو سره يو ځای په اړوندی پلټنی لاس پوری کړی . په چين کی دروغتيا د نړيوال سا زمان د دفتر مطبوعاتی مامور ښاغلی واديا د سی ار ای راډيو له خبريال سره د مرکی په ترڅ کی وويل -

اوس مونږ د پوهانو د ليږلو په هکله له چين سره مشوره کوو او څو ورځی وروسته به اړوند مفصل پلان وړاندی کړو . مونږ به د مرغانو د انفلونزا د لابراتوار ، د ساری ناروغيو د پلټنی او د هغو د وقايی او تداوۍ د لياقت د لوړولو په شمول يو لړ برخو کی له چين سره همکاری وکړو .

اوس د چين د روغتيا وزارت د وبايی ناروغيو ، د معاينی او علاج د تجربو او لابراتوار د اړوندو پوهانو په ګډون يو ګروپ د هونان ولايت ته ورليږلی اوهلته يی د ساری ناروغيو د سرايت د پلټنې دکار لارښوونه کړی او کوی يی . دغه راز يی هغه ناروغان چه د سږی په ناروغۍ اخته شوی ،خو علت يی معلوم نه دی ، تر طبی څارنی او تداوی لاندی راوستلی دی . د معلوماتو له مخی ١٩٢ تنه هغه خلک چه له نوموړو ناروغانو يا مړه شويو کورنی مرغانو سره يی نژدی تماسونه نيولی ؤ ، تر طبی څارنی لاندی راغلی دی او تر اوسه پوری له هغه چا نه پرته چه د حاد برونشيت په ناروغۍ اخته شوی ، نور کسان ټول روغ اوعادی دی .

د روان کال د منی د پيل نه راهيسی د چين په څلورو ځايونو کی د مرغانو د انفلونزا سرايت وموندل شو او د چين د کرنی وزارت او اړوندو محلی حکومتونو پروخت يولړ تدبيرونه ونيول او په دی اساس ساری ناروغۍ تر کنترول لاندی راغلی دی . مګر په اوس وخت کی د چين په غاړه د مرغانو د انفلونزا د سرايت د مخنيوۍ او کنترول دنده ډيره ګرانه او درنه ده . په دی هکله د چين مشرانو څو څو واره غونډی جوړی کړی او د اړوندو سيمو د درو کيلومترو په چوکاټ کی ټول

کورنی مرغان له منځه يووړل شوی او ويروس وژونکی دواګانی پکی پاشل شوی دی . دغه راز د نوامبر له اوومی نيټې څخه د بيجينګ په بازارونو کی په موقتی توګه د ژوندی مرغانود پلورنی  څخه لاس  اخيستل شوی دی  .

په چين کی د روغتيا د نړيوال سازمان د دفتر مطبوعاتی مامور واديا د مرکی په ترڅ کی څرګنده کړه چه د چين لخوا نيول شوی تدبيرونه زورور او پياوړی دی . هغه وويل ___

د مرغانو د انفلونزا د سرايت د مخنيوۍ او کنترول لپاره د چين مرکزی حکومت   ژمنه وکړه او په مالی برخه کی ددی کار ملاتړ کوی . دغه راز محلی مقاماتو قوی تدبيرونه هم نيولی دی . نو په دی توګه په ډير لنډ وخت کی د مرغانو د انفلونزا د خپريدو مخه ونيوله شوه . امأ د چين خاوره پراخه ده او په هر ځای کی د اقداماتو پوره يووالی هم مشکل دی ، په تيره بيا د چين کليوالی سيمی د مرغانو د انفلونزا د مخنيوۍ او کنترول په برخه کی له ستر چلنج سره مخامخ دی . چين د روغتيا له نړيوال سازمان څخه مرسته او همکاری غوښتی ده چه دا د بين المللی همکاری په لاره کی يو مثبت قدم ګڼل کيږی ، زمونږ سازمان هم ډير غواړی چه چين ته مرسته برابره کړی .