<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-07 19:17:45    
د نييانګ سيند په غاړه د بزګرو نوی کورونه

cri

ګرانو اوريدونکو ، د چين د اقتصاد په هکله په ننی پروګرام کی به د نييانګ سيند په غاړه د بزګرو د نويو کورونو په باب معلومات تاسو ته وړاندی کړو .هيله ده چی د پروګرام تر پايه پوری له مونږ سره پاتی شی .

د تبت په ختيځ کی د ګونګ بوجيانګ دا په ولسوالی کی يو ښکلی جهيل شته چی څو ګاو خو نوميږی .هلته شنی اوبه بهيږی ،د جهيل په غاړه کی شنی ونی ولاړی دی چی تر شا يی د واورو غرونو سره يو ځای ډيری ښکلی منظری تشکيلوی .په دغه ځای کی چی خارجی سياحان ور ته د تبتی کوچنی سويز؛ وايی په دی وروستيو دوو کلونو کی دی ځای يعنی د ګونګ بو جيانګ دا د اوسيدونکو نويو کورونو ډيره ښکلی نوی منظره رامتځته کړی ده .نن به مونږ سره يو ځای د اوسيدونکو دغه نوی کورونو ته لاړ شو.

د څو ګاو جهيل ته د تګ په لاره کی موټر په أرام او ثابته توګه په سړک باندی حرکت کوی .له يوی خوا د نيانګ سيند مستی اوبه بهيږی ،له بلی خوا جګ جګ او شنه غرونه دی .په ارته او پرخه خاوره کی دوه يوړيز نوی نوی کورونه قطار په قطار ولاړ اودغه کورنه د ګونګ يوجيانګ دا د ولسوالی د بزګرو او مالدرانو نوی کورونه دی په ګاره کلی کی د سړکونو په دواړو غاړو کی نوی کورونه کتار په کتار ليدل کيږی . خبريال د خپلو سترګو حل داسی بيانوی چی هر کور ځانګړی انګړلری .يوه تبتی سپين سری د کور په وړاندی ناسته .يو ګروپ اوسيدونکی په انګړ کی خبری کوی.کله نا کله د دوی د خندا اواز له ليری واوريدل کيږی .د کلی مشر دربوجی مونږ ته وويل پخوا تر دی نه د اوسيدونکو کورونه د سيند په غاړه جوړ شوی وو.په کلی کی سړک نه و.کله چی به باران اوريد ،د تګ راتګ دپاره ډير تکلف و.په هغو موسمونو کی به چی باران ډير اوريده ،د دی سيمی اوسيدونکی ډير ويريدل چی د سيلاونو مصيبت به منځته راشی .په ٢٠٠٣ کال کی د ولسوالی حکومت دا پری کړه وکړه چی د بزګرو او مالدارانو دپاره نوی کورونه جوړ کړی .اوس د کلی ټول اوسيدونکی دغه ځای ته چی جګ عوارض په ګډه شوی دی .

د کلی مشر دو بو چی وويل مخکی تر دی نه د کليو د اوسيدونکو کورونه ډير خراب وو،مثلا مونږ به د حيواناتو سره يو ځای ژوندکاوه ، نو په کورونو کی ډيره چتلی وه.اوس په نويو کورونو کی کورنی حيوانات د کورونو تر شا اوسيږی دغه رازپه کورونو کی تشناب هم شته خلک پاک ژوند تيروی.

د ولسوالی مامور نيو ايون سنګ وويل اوس په ولسوالی کی د بزګرو او مالدارانو څه د پاسه ٤٤٠٠ کورونه شته ،زياتره خلک د بزګری يا د مالداری په سيمو کی اوسيږی ،د خلکو عادت کلتوری سويه وروسته پاتی ده ځکه خلک او کورنی څاروی په ګډه ژوند کوی .مثلا خلک په دوهم پوړ کی اوسيږی .او غوايان او پسونه يی په لاندی پوړ کی بند دی له دی امله کورونه يی ډير چټل ښکاری او د انسان روغتيا ته ضرر لری .تر اوسه پوری د بزګرو او مالدارانو ١٢٠٠ کورنيو نويو کورونو ته کډه کړی ده چی دا د ټولی ولسوالی د عمومی کورنيو په پرتله په سلو کی ٣٠ برخه نيسی او عمومی پانګه يی د ٨٠ ميليونو يوانو نه اوښتی ده .نو په دی ډول د تبت د ګون يو چيانګ دا ولسوالی په تبت کی د بزګرو او مالدارانو دپاره د کورونو د اصلاح په برخه کی نمونوی ولسوالی ګرځيدلی ده ..

نوموړی مامور زياته کړه ،د بزګرو او مالدارانو د کورونو د اصلاح دپاره پيسی د محلی حکومت او پخپله د بزګرو او مالدارانو څخه راټولی شوی دی ،حکومت د غريبو بزګرو او مالدارانو سره مرسته کوی او بانګ هم دوی ته کريديت ور کوی .د دوی هدف دا دی چی په راتلو تکو ٥ کلونو کی د ولسوالی نور ٣٢٠٠ کورنی هم نويو کورونو ته وليږدوی .

ګرانو اوريدونکو .زمونږ ننی پروګرام چی عنوان يی د نييانګ سيند په غاړه د بزګرو نوی کورونه دی پای ته ورسيد .ستاسو له اوريدلو نه ډيره مننه حوشاله اوسی .