<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-07 19:58:21    
د چين د دينونو په باره کی يو لړ معلومات ( دوهمه برخه )

cri

ګرانو اوريدونکو ، د افغانستان د سمنګان ولايت اوسيدونکی محمد عارف عرفان په خپل تازه ليک کی له مونږ څخه دا پوښتنه کړيده چه ستاسو دين څه دی أيا مسلمانان يی او که په کوم بل مذهب ؟ په تيره اونۍ کی مو د چين د بوديزم ، تاويزم او اسلام په اړوند څه معلومات ورکړل او د پروګرام په دی برخه کی به د چين د پنځو لويو دينونو څخه د کاتوليک او مسيحې په ارتباط څه معلومات تاسو ته درکړو ، هيله ده چه په دی وخت کی محمد عارف عرفان صاحب او دده ملګری هم د راډيو تر څنګ ناست دی او زمونږ پروګرام اوری .

کاتوليک دچين له پنځو لويو مذهبونو څخه شميرل کيږی او د ميلاد له اوومی پيړۍ څخه څو څو ځله چين ته داخل شو او په ١٨٤٠ کال کښی د ترياکو له جګړې نه وروسته په لويې پيمانې سره چين ته خپور شو . نن صبا په چين کښی د کاتوليک د ټولنې په اړه سل مذهبې سيمې ټاکلی شوی او نژدی پنځه زره کليساوی اوځايونه د څه نا څه پنځو مليونو تنو کاتوليکانو لپاره پرانستل شوی دی . دغه راز په چين کی دوولس کاتوليکی مدرسی هم شته ٠ د وروستيو څه دپاسه شلو کلونو راهيسی د چين د کاتوليکی ټولنې څه دپاسه يو زرو پنځه سوه تنه ځوان کاتوليکی راهبان روزلی دی چه په دی جمله کی له سلو نه زيات تنه د زده کړې او مطالعې دپاره بهرنيوهيوادونو ته وراستول شوی دی ٠ برسيره پردی د چين د کاتوليک ټولنې دری زره تنه ځوانې راهبانې هم روزلې دی . د چين د

کاتوليک د ټولنی لخوا چاپ شوی << تورات وانجيل >> نومی مقدس کتاب له

درو مليونو جلدو څخه اوښتی دی .

مسيحيت د چين د پنځو لويو دينونو په ډله کی هم شامل دی او د ميلاد د نولسمې پيړۍ په لومړنيو کلونو کښی چين ته داخل شو او د ترياکو له جګړې نه وروسته په لويې پيمانې سره چين ته خپور شو . په ١٩٥٠ کال کښی د چين مسيحيت په وطن پرست نهضت لاس پوری کړ او د مسيحيت محافلو ته يی بلنه ورکړه چه د امپرياليزم ناوړه اغيزه له منځه يوسی او د وطن پرستۍ روحيه وروزی . اوس په چين کښی تقريبأ لس مليونه تنه مسيحيان ، څه د څه اتلس زره تنه مسيحی کارکوونکی او څه دپاسه دوولس زره کليساوې او د مسيحيانو د راغونډيدو دپاره څه دپاسه پنځه ويشت زره ځايونه شته .

درنو اوريدونکو ، د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو نه وروسته د مذهبی عقيدی د ازادی په باب پاليسی جوړه شوی ده . ددی پاليسی په رڼا کی دچين اتباع کولای شی چه په ازاد ډول خپله عقيده وټاکی . بيلابيل دينونه مساوی مقام لری او په هماهنګه فضا کی ګډ ژوند کوی او دين پالوونکی او نور اتباع يو بل ته د احترام په سترګه ګوری .

د چين په اساسی قانون کی ټاکل شوی چه د چين اتباع د مذهبی عقيدی ازادی لری ، هيڅ کوم دولتی ارګان ، اجتماعی ډلی او هيچا ته اجازه ورنه کوی چه له اتباعو څخه وغواړی چه پر کوم دين باندی عقيده وکړی يا يی ونه کړی .

اجازه نه شته چه يو بل ته د تبعيض په سترګه وګوری . عادی مذهبی فعاليتونه د حکومت تر حمايت لاندی دی . په عين وخت کی په اساسی قانون کی دا هم ټاکله شوی چه هيچا ته اجازه ورنه کوی چه د مذهبونو په بهانه د ټولنيز نظم د روانولو ، د اتباعو روغتيا ته د زيان رسولو او د دولت د پوهنی د نظام د تطبيق دمخه نيولو په ناوړو فعاليتونو لاس پوری کړی . هره مذهبی ډله او اړوندی چاری بايد د بهرنيو هيوادونو د قواؤ د کنترول نه پرته سر ته ورسيږی .

د ١٩٩٤ کال د جنوری په مياشت کی د چين حکومت د دينی فعاليتونو د ځايونو د اداری مقررات صادر کړی او مقصد يی د دغو ځايونو د حقه حقوقو او ګټو ساتل دی . دهمدی کال په فبروری کی د چين د ولسی جمهوريت په داخل کی د خارجيانو د دينی فعاليتونو د اداری مقررات هم خپاره شول اود چين حکومت په خپل هيواد کی د خارجيانو د دينی عقيدو د ازادۍ احترام کوی او په مذهبی ساحه کی د چين د دينی محافلو سره د خارجيانو دوستانه تګ راتګ او د کلتوری او علمی تبادلو فعاليتونه ساتی .

علاوه پردی ، د نړۍ د زياتو هيوادونو په شان چين هم د هغه اصل سره سم چه مذهب له پوهنی څخه بيل او جلا دی ، د ملی پوهنی په برخه کی زده کوونکو ته دينی تعليم نه ورکوی او يوازی په ځينو عالی مدرسو او څيړونکو سازمانونو کی د مذهبی علم تدريس او څيړنه ترسره کيږی او د بيلا بيلو مذهبی سازمانونو لخوا په جوړ شويو ځانګړو ښوونځيو او مدرسو کی د خپلو اړتياؤ سره سم مذهبی علم ورزده کوی .