<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-08 18:48:05    
د چين مشهوره فلمی ستوره يوو لان

cri

ګرانو اوريدونکو ، په چين کی د فلم جوړولو په څه دپاسه سلو کلونو تاريخ کی ډير مشهوری ستوری رامنځته شويدی . او په دی ترڅ کی نامتو فلمی ستوری يوو لان د خلکو د توجه وړ ګرځيدلی ده . د ښځه او ټولنه په نننی خپرونه کی به د يوو لان په باره کی يو لړ معلومات تاسو ته وړاندی کړو.

پنځه اتيا کلنی يوو لان په عمر کی د څوی ګان په غرونو کی سره بيرغونه ، د لين په نامه د کان او انقلابی کورنۍ په شمول لس فلمونو کی د چين غوره او ممتازو ښځو رول ولوباوه چه د چين د نندارچيانو لخوا يی تود هر کلی شويدی .

په ١٩٤٩ کال يوو لان د سپينی جامی سرباز په نامه فلم کی مهم رول ولوباوه . نوموړی فلم په جګړو کی د چين د طبی کارکوونکو د مرستی بهير تر سيماوه . هغی د نوموړی فلم د يادونی په ترڅ کی وويل چه ( اواز ) :

دا زما لومړی فلم دی او په همغه وخت کی زه له ډيرو مشکلاتو سره مخامخ وم .

وروسته تر دی يوو لان د فلم يوه مسلکی لوبغاړی وګرځيدله ، د ډيرو کوششونو او زيارونو نه وروسته يی هنری فن او مهارت لوړ شو . د لونګ شو په نامه وياله فلم کی يی ډير ښه هنر ولوباوه . دا فلم په ١٩٤٩ کال کی د نوی چين د تاسيس نه مخکی يا وروسته د بيجېنګ د اوسيدونکو د ژوند بدلون تر سيم کړی دی . يوو لان په فلم کی د زاړه بېجينګ د زحمتکښې ښځی رول لوبولی دی پدی رول کی نوموړی د وفاداری او شجاعت احساسات ښه څرګند کړيدی . د دی فلم په باره کی يوو لان داسی وويل : ( اواز )

دا فلم په ١٩٥١ کال کی بشپړ شو او په دی وخت کی د ژوند د ښو تجربو څحه

برخمنه وم . زه خوشحاله وم چه دا فلم په کاميابی سره بشپړ شو . د تيری پيړۍ د پنځمی لسيزی په پای کی د انقلابی کورنۍ په نامه فلم د زلميانو زړونه راجلب کړل . يوو لان په فلم کی د يوی ټينګی او کلکی مور رول لوبولی دی . په فلم کی ميړه او زوی يی دواړه ورک شول ، بيا وروسته نوموړی پخپله هم په جيل کی بندی شوه . نوموړی ورو ورو د يوۍ ټينګی سر تيری په توګه وده وکړه . لوبغاړی له نجلۍ نه تر سپين سری توب پوری خپل هنری رول ولوباوه چه په فلم کی دا ډول هنر لوبول ډير ګران وی . او په دی اثر دی په ١٩٦١ کال کی د ماسکو د فلم په بين المللې فيستوال کی د غوره ښځينه لوبغاړی په توګه جايزه وګټله .

د دايمی ژوند قهرمان په نامه فلم کی د دی نمايش لوړی سويی ته ورسيد .. يوو لان د دی فلم هم لوبغاړی هم ده او هم يی د فلم د اداپت په بهير کی برخه واخيستله .

د کلونو کلونو راهيسی په دی فلم کی د دی لخوا تر سيم شوی قهرمانی د چين په خلکو کی ډير شهرت لری ، په فلم کی دا قهرمانه د پوخ عمر خاونده ده د زړور او ټينګ غزم ښځه ده او په عين حال کی دا هم يوه ميرمن او مور ده چه ژوره مينه لری او د هيواد د ګټو دپاره يی خپله کورنی وقف کړی ده .

د نوموړی فلم د رول د ښه لوبولو دپاره هغه څو څو ځله چونګ چينګ ته ولاړه او د نوموړی فلم په باب يی معلومات تر لاسه کړل . هغی وويل ( اواز ) :

د فلم د رول د ښه لوبولو دپاره هر څوک بايد د معلوماتو د تر لاسه کولو د پاره کوشش وکړی او يوازی احساسات او مينه نه شی کولای چه پوره برياليتوب تر لاسه کړی .

په ١٩٦٠ کال کی مېرمن يوو لان د چين دکلتور وزرات لخوا د چين د فلم د نړۍ

د سترو ستورو په حيث وټاکله شوه .

په ١٩٨١ کال کی ٦٠ کلنه يوو لان تقاعد شوه او وروسته له تفاعد نه يی په فلمونو کی هنرو لوباوه ، خو له دی امله چی نوموړی د فلم د چارو سره ډيره مينه درلوده ، نو دچين د ماشومانو دپاره د فلم جوړولو په برخه کی ډيره هڅه وکړه او هغه د چين د کوچنيانو د فلم د ستوديو د رئيس وظيفه په غاړه واخيستله چه تر اوسه پوری په نوموړی ستډيو کی د کوچنيانو دپاره ٥٠ هنری فلمونه او ٣٢ تلويزيونی فلمونه توليد شويدی .

مېرمنی يوو لان د فلم د جوړولو د ستوديو د رئيسی له دندی څخه تقاعده شوه ، خو د هيواد د بيلا بيلو ځايونو د کوچنيانو سره يی نيکی اړيکی تينګی پاتی دی . د هغی په کور کی د کوچنيو ملګرو راليږل شوی خطونه او کارتونه ډير دی . چه دا د هغی د ژوند د خوشحالی او نيکمرغی باعث ګرځيدلی دی .