چينايان هيله لری چه د ايف وان په نامه د موټر ځغلولو په مسابقو کی ژر ګډون وکړي
د ايف وان په نامه د چين په اړه د موټر ځغلولو دوهمه مسابقه د اکتوبر په شپاړسمه نيټه د شانګهای د موټر د مسابقو په بين المللی ميدان کی پای ته ورسيده ٠ څرنګه چه دغه مسابقه په چين کی يوازی د دوو ځلو لپاره تر سره شويده ، مخ په زياتيدونکی چينايان غواړی چه په دې لوبې پوه شي او ژر تر ژره پکی ګډون وکړي ٠ د سپورت نړۍ په نننی پروګرام کی به تاسو ته په دې باره کی يو مضمون وړاندی کړو !
که څه هم د ايف وان په نامه د موټر ځغلولو مسابقه د دوو کلونو راهيسی چين ته داخله شويده ، مګر په دی نړيوالی لوړی سويی مسابقی کی د چين هيڅ کوم موټر او لوبغاړی ګډون نه ؤ کړی ، خو چينايان هم د موټر ځغلولو له مسابقو سره ډيره علاقه لری ٠
٢١ کلن چينايی چنګ څونګ فو دوه کاله د مخه د موټرد ځغلولو د نامتو ټيم — د مکلارين ميرسيدس په تخنيکی او مالی مرستو د موټر چلولو په بخه کی تر روزنی لاندی ونيول شو او د انګلستان د فورمولا ريناولت په نامه په مسابقه کی ئی برخه واخيسته چه د ايف وان په مسابقه کی د برخه والو لوبغاړو د ودې په بهير کی يوه اساسی او مهمه مسابقه ګڼل کيږي ٠ چنګ څونګ فو د نوموړی مسابقې د تر سره کيدو په موده کی خبريال ته وويل د مکلارين د موټر ټيم له ما سره ډيره مرسته کړيده ، په انګلستان کی زما ټول لګښتونه د دوی په غاړه وو او زما لپاره يی يو ډير ښه فني ميخاليک راوغوښت ، زما روزونکی هم د ايف وان د مسابقو زيات شمير لوبغاړی روزلی دی ٠ په نړۍ کی د
ايف وان په مسابقو کی يوازی شل تنه لوبغاړی ګډون کولی شي ، خودوه لکه تنه د رسمی لوبغاړو د نوم د تر لاسه کولو لپاره کوشش کوی ، نو اوس چه زه د ايف وان
د مسابقو او لوبغاړو سره د تماس نيولو چانس لرم ، ډير خوشحاله احساسوم ٠
د شانګهای د موټر ځغلولو د بين المللی مسابقو د ميدان د شرکت مرستيال پنځوس کلن يو جی فی د ايف وان په نامه د چين د مسابقو موسس دی او د ايف وان د مسابقو د ترويج دنده په غاړه لری ٠ هغه دا نظر لری چه که څه هم په چين کی د موټر ځغلولو ټيم او لوبغاړی نه شته ، خو چينايان د نوموړو مسابقو د تجارتی ترويج په برخه کی د خدمت کولو پوره لياقات لری ٠ د دغی مسابقی د تر سره کيدو لپاره زياتو پيسو ته اړتيا شته ، نو د سوداګرانو مرستو ته عاجله اړتيا ليدل کيږي ٠ د چين د اقتصاد د چټک انکشاف سره سم په نړۍ کی زيات شمير تصدی غواړی چه د چين بازار ته ننوزي او د چين په مسابقو کی د خپلو توليداتو اعلان وکړي ٠ هغه وويل
مونږ د نړۍ د موټر ځغلولو د مسابقو د تر سره کيدو لپاره کوشش کوو او د سږ کال د ايف وان د مسابقې په هکله زمونږ لخوا په جوړ شوی فورم کی د دومره محترم ميلمنو له ګډون څخه څرګنديږي چه د شانګهای د موټر ځغلولو د بين المللی مسابقو ميدان ډير مينه وال لری او زه د دې لوبی د ترويج دنده په غاړه لرم ، نو زه به حتمأ چين ته د دې لوبی د داخليدو لپاره د خارجی تصديو سره مرسته وکړم ٠
د شانګهای د سهارنی خبر د ورځپاڼی د سپورت خبريال چن مين پخوا د باسکتبال د مسابقو د خپريدو دنده په غاړه درلوده ٠ هغه د ايف وان په تيرو دوو دورو مسابقو کی مرکه وکړه او وروسته د د دې سابقه دار خبريال په نظر د ايف وان په مسابقو کی د چين د پوخ خبريال رامنځته کيدل له پنځو کلونو څخه تر لسو کلونو پوری وخت په
کار وی ٠ څرنګه چه ايف وان د چيانانو لپاره يوه نوی مسابقه ده ٠ مګر هيله ئی دا ده چه ځان د ايف وان په نړۍ کی داخله کړي ٠ د دې په نظر د ايف وان لوبی د خبريالانو لپاره ډيره پراخه ، ازاده او د چلنج نه ډکه فضا برابره کړيده ٠ هغی وويل
د ايف وان په مسابقو کی مرکه کول د خبريال لپاره ډيره نيکمرغی ده ٠ مونږ ميدان ته داخليدای شو ، دا د ايف وان د لوبو مرکز دی ٠ دلته ټول موټر چلوونکی او د موټر د ټيمونو خاوندان ليدل کيږی ، مثلأ د المان مشهور چلوونکی ميچيل شوماښ او داسی نور ٠ تاسو کولای شی چه د فرصت څخه په استفادی سره له نوموړی سره خبری وکړي ٠ زما په نظر دا چلنج دی او د خوشحالی نه ډک چلنج ګڼل کيږي ٠