د اولمپيک دوهمی سپورتی لوبی د ١٩٠٠کال د می له ١٤ می نيټې نه نيولی د اکتوبر تر ٢٨می نيټې پوری د فرانسی په مرکز پاريس کی جوړی شوی او د ٢٤ هيوادونو نه راغلو ٩٩٧ تنو ورزشکارانو پکی برخه درلوده چه شمير يی د لومړنی دوری څخه ډير زيات ؤ . دغو سپورتی لوبو څه د پاسه پنځه مياشتی دوام وکړ او ويلی شو چه د ماراتون د ځغاستی په شان ورزشی لوبی وی .
* د اولمپيک سپورتی لوبی په ټولی نړۍ پوری اړه لری
د اتن د اولمپيک د سپورتی لوبو د بريالی کيدو نه وروسته د يونان ځينو بانفوذه شخصيتونو دا نظريه وښودله چه د اولمپيک سپورتی لوبی د يونان د ملی ثقافت او فرهنګ يوه برخه ده او يوازی په دغه هيواد کی جوړيدای شی او اتن بايد د اولمپيک د سپورتی لوبو د پرځای کولو د دايمی ځای په توګه وټاکل شی . خو په دی موضوع کی کاوبرتين چه د اولمپيک د معاصرو سپورتی لوبو د پلار احترام او شهرت يی وموند ، پر خپل نظر باندی ټينګار وکړ او و يی ويل چه د اولمپيک سپورتی لوبی هم په يونان پوری او هم په ټولی نړۍ پوری اړه لری . د اولمپيک سپورتی لوبی بايد په بيلا بيلو هيوادونو کی جوړی شی او په دی اساس هغی ته بين المللی رنګ او حياتی قوه وروبخښل شی . بالاخره يونانيانو د کاوبرتين نظر ومانه او په دی توګه پاريس د دوهمی دوری د
اولمپيک د سپورتی لوبو د اجراکولو حق ترلاسه کړ .
* د پاريس د اولمپيک د سپورتی لوبو په باب تبليغاتی پاڼی
د پاريس د اولمپيک د سپورتی لوبو په باب تبليغاتی پاڼه کی هغه اصلی تصوير د خلکو تر سترګو شو چه يوه فرانسوی ښځه چه د سرتيری کالی يی اغوستی ؤ ، په ښی لاس کی د فرانسی لرغونی توری او شمشيرونه لوړ نيولی دی . ددغی پاڼی ډيزاين که څه هم ساده و ، خو دروند فرانسوی رنګ يی درلود .
* د نندارتون ضميمه
د پاريس د اولمپيک د سپورتی لوبو د جوړيدو په عين وخت کی يو نړيوال نندارتون هم پرانستل شو . د فرانسی حکومت دی نندارتون ته ډير پام اړولی ، خو د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د لوبو سياليو ، برنامو او ميدانونو ته يی د بی پروايی په سترګه وکتل ، دا خبره خو پريږده چه د ډيرو پيسو په مصرف سره يی ورزشی تاسيسات هم جوړکړل . نو په دی وجه کاوبرتين په ډير قهر او غصه شو او په خپل ورځنی يادداشت کی يی وليکل چه په نړۍ کی يو داسی ځای شته چه د اولمپيک له سپورتی لوبو سره علاقه نه لری ، هغه پاريس دی .
د پاريس د نوموړو لوبو د جوړيدو په ورځو کی خلکو وليدل چه کاوبرتين د سياليو د ننداره کولو لپاره هميشه د موټر سيکل په سپريدو سره د هغو بيلا بيلو ميدانونو او ځايونو په منځ کی چه يو له بل څخه ليری پراته ؤ ، وګرځيد . د ١٩٠٠ کال د دغه سپورتی لوبو په باره کی هغه داسی وويل چه د اولمپيک د سپورتی لوبو د جوړولو نيت ښه ؤ ، خو په أخر کی له لومړنی نيک نيت څخه
ليری شوی . دوی زمونږ له داعيی څخه ناوړه استفاده وکړه او دی داعيی ته
يی تاوان رسولی دی .
* د جايزې مدال
د پاريس د اولمپيک په سپورتی لوبو کی پر برياليو لوبغاړو باندی د جايزی کوم مدال نه و ويشل شوی او يوازی د لوبو د پای ته رسيدو د يوی مودی نه وروسته د پاريس د ښاری حکومت لخوا پر هغو ورزشکارانو باندی چه په جلا جلاتوګه د بيلا بيلو لوبو لومړنی ، دوهم او دريم لمبر يی ګټلی ؤ ، يادګاری مدالونه وويشل شول . پر نوموړو مدالونو باندی د ١٩٠٠کال د پاريس نړيوال نندارتون کښل شوی دی ، نه د اولمپيک سپورتی لوبی .