د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د شن جن په نامه د توغندی وړونکی ښکاری بيړی او د ويشانهو په نامه د خوړو تامينونکی بيړۍ په ګډون د چين د سمندری قواؤ د نظامی بيړيو يوه ډله پاکستان ، هند او تايلنډ ته سفر لپاره په اتمه نيټه د چين د ګوانګ دونګ ولايت د جان جيانګ له نظامی بندر څخه حرکت وکړ .
د خبر له مخی ، د دغه سفر موده به له څلويښتو ورځو څخه زياته وی او د سفر اوږدوالی به يی لسو زرو ميلو ته نژدی شی . د سفر په موده کی به د اړوندو هيوادونو له سمندری قواؤ سره د نجا ت او ژغورنی په هدف ګډ نظامی تمرينات سر ته ورسوی .
د شن جن په نامه د توغندی ښکاری بيړۍ چه د چين لخوا پخپله ډيزاينه اوجوړه شوی نوی جنګی بيړۍ ده ، په وار سره څلور ځله ١١هيوادونو ته سفرونه کړی دی .