د سين هوااژانس د خبر له مخی : په پاکستان کی د م م د هماهنګی کارکوونکی جان وانديمورتيلی د نوامبر په اتمه نيټه په اسلام أباد کی وويل چه م م او د بشری چارو بين المللی سازمان بايد تر هرڅه لومړی فکر وکړي چه په مصبت ځپلو سيمو کی په چټکی او يووالی سره د ژغورلو د کارونو د غوره کولو لپاره د پاکستان د حکومت او نظامی قواوو سره مرسته وکړي تر څو دسختی يخنۍ ، ناروغۍ او لوږی له امله په زر ګونوتنه د مړه کيدو څخه ځان وژغورل شي ٠
د پنځه سوه پنځوس مليونو امريکائی ډالرو څخه چه د م م د غوښتنې سره سم بايد زلزلی ځپلو خلکو سره برابر شي، يوازی يو سلو دری دېرش مليونه امريکائی ډالره مصيبت ځپلو سيمو ته وړاندی شويدی ٠ نوموړی پيسی هغو ليرو سيمو ته د الوتکو په واسطه د خواړو د انقالولو لپاره ډيری مهمی دی کوم چه سړکونه نه لری ٠