په نژديو کلونو کی د چين د کرنی په چارو کی د ليدو وړ موفقيتونه تر لاسه شوی او زيات شمير غوره او غښتلی ځوان بزګران هم رامنځته شويدی ٠
د نوامبر په دريمه نيټه د چين غوره او غښتلو ځوانو بزګرانو ته د جايزه ورکولو لسم مراسم په چين کی تر سره شول ٠ د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټی د سياسی بيورو دايمی غړی او د چين د ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټی مرستيال وانګ جاو ګو او د چين د کمونست ګوندد مرکزی کميټی د سياسی بيورو غړی او د دولتی شورا د صدراعظم مرستيال هوی ليانګ يو په نوموړو مراسمو کی ګډون درلود او د جايزې اخيستونکو ځوانانو ته ئی جايزې ورکړی ٠
نوموړی مرستيال هوی ليانګ يو په مراسمو کی د يوی وينا په ترڅ کی هيله څرګنده کړه چه ځوان برګران د کرنی او کليوالي چارو د سمسورتيا او د بزګرانو د ژوند د ښه والي او د نويو کليو د جوړولو لپاره ډير کوشش وکړي .
غوره ځوانو بزګرانو ته د جايزی ورکولو فعاليت چه د چين د کمونستی ځوانانو د اتحاديی ، د اوبو لګولو ، ماليې او کرنې د وزارتونو او د ځنګلدارۍ د چارو رياست او د چين د زلميانو د اتحاديی لخوا جوړ شوي ، د لسو کالو راهيسی تر سره کيږي او سلو تنو ځوانو بزګرانو نوموړي جايزې اخيستي دي ٠ ځينو جايزه اخيستونکو د چرګانو د روزنی او د حبوناتو د توليدولو او د نويو کليو د أبادی په شمول په زياتو ساحو کی ښه موفقيتونه تر لاسه کړيدی ٠
د خپلو اجدادي کورونو د ابادولو لپاره خدمتونه د ټولو کليوالي ځلميانو ګډه هيله ده ٠ د شمال لويديځ چين د لياو نينګ ولايت د فو سين ښار د هوانګ جيا
ګو په کلی کی ځوان بزګر چه وانګ شو جون نوميږي ، د شلو کالو نه په کم عمر کی ، د مزدوری لپاره ښار ته ولاړ او زياتې پيسې يي وګټلې ٠ مګر د خپل وروسته پاتي کلی د أبادی لپاره هغه ډاډه زړه بير ته خپل کلي ته راستون شو او د سبزيو د روزنی فارم او د غوښو څخه د چمتو شويو توليداتو شرکت يي جوړ کړ چه له دې لاري ئی د خپل کلی زيات شمير بزګران استخدام کړل چه په نتيجه کي زيات شمير کليوالان ئی شتمن شويدي . .
د ساينس او تخنيک په اتکا د خپل ژوند ښه والي د داسی غوره او غښتلی ځوانو بزګرانو د برياليتوبونو ګټوره تجربه ده ٠ زيات شمير جاپزه اخيستونکو دا وليدل چه کرنه بايد د ساينس او تخنيک په اتکا سمسوره کيدای شي ٠
په نوموړو مراسمو کی د صدراعظم مرستيال هوی ليانګ د يوی وينا په ترڅ کی د غوره او غښتلو ځوانو بزګرانو د نمونوي کارونو او ددوي د کوششونو پوره ستاينه وکړه او هغوی ئی دې ته تشويق کړل چه د لا زياتو موفقيتونو د لاس ته راوړلو لپاره نور هم کوشش وکړي ٠ هغه په تاکيد سره وويل چه په کليو کی ټول ځوانان بايد په جدی توګه د چين د کمونست ګوند د شپاړلسمی مرکزی کميټی پنځمی عمومی غونډی د روحيی سره سم د نويو کليو د ودانولو لپاره خپل حتمي رول ولوبوي ٠ د بيلا بيلو سيمو حکومتونه بايد په کليو کی د ځوانانو روزني ته زيات اهميت او پاملرنه ورکړي او ټوله ټولنه بايد د کليوالو ځوانانو د ودې سره مرسته وکړي ٠
لسو کلونو نه راهيسی داسی غوره ځوانان د زراعتي علومو او تخنيکونوڅخه په استفادی سره د معاصرې کرنی د پرمختګ لپاره خپل خدمتونه ترسره کړي او په کليو کی د ځوانو بزګرانو لپاره يي د لارښوونی رول لوبولی دی ٠ مونږ هيله لرو چه په راتلونکی کي به لا نور زيات ښه ځوانان وروزل شي ٠