<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-09 18:00:42    
د چين په نسبت د فرانسوي اوليوير ديفرانس احساسات

cri

ښاغلي اوليوير ديفرانس يو فرانسوي دي ٠ اوس د چين د جنوب ختيځې خوا د فو جيان ولايت د سيا من په ښار کې اوسيږي ٠ هغه په دي ښار کې د ازاد تجارت د چارو د مشاور په توګه په عمده توګه د بازار د پيدا کولو او اړوندو اعلانونو د جوړيدو په کارونو بوخت دي ٠ په فارغ وخت کې له تقاشي سره ډيره مينه او علاقه لري او په دي برخه کې ډير تکړه هم دي ٠ لږه موده د مخه هغه د خپلې نقاشي ځيني أثار د مرستې له پاره خرڅ کړل او ويي غوښتل چه له دې لارې تر لاسه شوي پيسې د چين د هغو ماشومانو او يتيمانو له پاره ورکړي چه د ايدز په ناروغۍ اخته شوي يا ددې ناروغۍ تر تاثير لاندې دي ٠

ښاغلي اوليوير په فارغ وخت کې له توريزم سره هم ډيره علاقه لري او تر اوسه پوري يي څه د پاسه شل هيوادونه او سيمې ليدلي دي ٠ اوه کاله د مخه هغه د چين د سيا من ښار ته راغي او له هغه وخت نه تر اوسه پوري په دي ښار کې ژوند کوي ٠ مخکې له دي نه هغه د چين د ګوان تونګ ولايت او د چين د هانګ کانک په خاصه اقتصادي ناحيه کې هم ژوند کړي دي ٠ هغه وويل چه پخوا ما وغوښتل چه له ګوان تونګ څخه بيرته هانګ کانګ ته لاړ شم ځکه هلته مي څلور ، پنځه کاله ژوند کړي ؤ ٠ خو په سياو من کې زما يو دوست ما ته پيشنهاد وکړ چه ولي سيا من ته نه را ځي ، تاسي کولي شي چه دغه ښار وګوري ٠ نو زه سيا مين ته راغلم کله چه زه دغه ښار ته راغلم ، سم د لاسه مي له دغه ښار سره مينه زياته شوه او فيصله مي وکړه چه په دي ځاي کې پاتي شم ٠ هغه وويل چه زه له سيا من ، د دغه ښار له ځوانانو او د دغه ښار له ټولو شيانو سره مينه لرم ٠ سيا من د باغ په شان ډير ښکلي ښار دي او په هر ځاي کې يي شنې ونې او چمنونه ليدل کيږي ٠ هغه وويل چه ما په خپلو سترګو وليدل چه په اوو کالو کې په دي ښار کې يوه يوه لوړه وداني يو د بل پسي راپورته شوي او په ترانسپورتي چارو کې يي لويه پرمختيا رامنځته شوې ده ٠ دوه کاله د مخه ښاغلي اوليوير په تلويزيوني پروګرام کې يو راپور وليد او دا معلومات يي تر لاسه کړل چه د چين په يوه غريبه سيمه کې ځيني کليوال له دي امله چه د ايدز په ناروغۍ اخته شوي ، له بده مرغه مړه شول او د دوي ماشومان يتيمان شول ٠ ښاغلي اوليوير په دي نسبت ډير غمجن شو ٠ له هغه وخت نه يي دا فکر وکړ چه د خپلې نقاشي يو نندارتون جوړ کړي او د ننداري له لارې تر لاسه شوي پيسې د بسپنې په توګه د ايدز ناروغۍ تر تاثير لاندې يتيمانو او د ايدز ناروغو ماشومانو ته برابري کړي ٠ په دي هکله هغه وويل چه زما نقاشي زما د ژوند يوه برخه ده ، زه نه شم کولي چه زما د ژوند يوه برخه خرڅ کړم ، مګر بلا اخره مي فيصله وکړه چه خپلې دري نقاشي خرڅ کړم او هيله لرم چه تر لاسه شوي پيسې د مرستې په توګه نوموړو ماشومانو ته برابر کړي ٠ نوموړي نندارتون د سيا من ښار د بين المللي نندارتون په اړه په يو هوټل کې جوړ شوي او په دي کې د ښاغلي اوليوير هغه غوره نقاشي ننداري ته وړاندې شوي چه د وروستيو کلونو نه راهيسي يي نقاشي کړي دي ٠ دغه نندارتون د ډيرو نندارچيانو زياته توجه ځان ته رااړولي ده او د ټولنې د بيلا بيلو محافلو ملاتړ يي حاصل کړي دي ٠

که څه هم د نوموړي نندارتون د جوړيدو په بهير کې تر لاسه شوي پيسې دومره زياتې نه دي خو ښاغلي اوليوير هيله وکړه چه دده د دغه عمل له لارې لا زيات خلک خپله پاملرنه او توجه د ايدز ناروغۍ، د ايدز ناروغانو او اړوندو ماشومانو ته واړوي او خپله مينه نورو خلکو ته ور ډالي کړي ٠