<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-09 18:02:28    
چين د مرغانو د انفلونزا د مخنيوی او کنترول لپاره خپل تدبيرونه پياوړی کړی دی

cri

دچين د بين المللی راډيو د خبريال د خبرله مخی ، د څو مسلسلو ورځو راهيسی د چين اړوندو څانګو او محلی مقاماتو د مرغانو د انفلونزا د سرايت د مخنيوۍ او کنترول لپاره په پر له پسی توګه خپل تدبيرونه پياوړی کړی او کوی يی .

د چين د خوړو او درملو د نظارت او اداری رياست په يوه فوق العاده متحدالمال کی له مختلفو سيمو نه غوښتی دی چه د نوموړی ساری ناروغۍ د وقايی او تداوی په اړه درملونه او د طبی سامان الاتو او دقيقو الاتو توليدول او پلورل تر هراړخيزی معاينی او څارنی لاندی ونيسی .

د هيواد محلی حکومتونو د نوموړی ناروغی په ضد لا زيات او پياوړی تدبيرونه هم نيولی دی لکه په وړيا ډول ولسونو ته د اړوندو درملونو ورکول ، د لا زياتو پيسو برابرول ، د هيواد له بهر نه د مرغانو په شمول د حيواناتو د قرانطين ، نظارت او اداری د کار تقويت کول او داسی نور .