<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-09 19:28:17    
هر کور بريښنا توليدولی شی

cri

له هغه وخته راهيسې چه په اتلس سوه يو ديرشم کال کي د الکترو مقناطيس القأ د ستر انګريزې عالم فرادي لخوا کشف شو ، د دوو سوو کالو نه په کم وخت کي بريښنا په ټولنه کي د انرژۍ جوړښت بدل کړيدی . نن ورځ د خلکو د ژوند او توليد په هره ساحه کي بريښنا لازمه انرژۍ ده او د بريښنا توليدولو طريقې ډيرې دي لکه د باد ، اوبو او اټومي بټۍ په واسطه بريښنا توليديږي . په چين کي په سلو کي اتيا برخه بريښنا د سکرو په واسطه توليديږي چه د بريښنا توليدولو د يوې منځني داسي فابريکي د جوړولو دپاره ډيرې پيسې په کار دي او پرته د زياتو سکرو د مصرفولو نه هوا ته هم زياته اندازه مضرکاربن ډاي اکسايد خوشي کيږي . مګر د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ سره سم په چين کي د بريښنا اړتياوې ډيرې زياتيږي او د بريښنا توليدي اندازې کمښت د ملي اقتصاد د چټکتيا په لاره کي يو خنډ بلل کيږي . همداشان په چين کي د بريښنا توليدولو دپاره زيات سکاره مصرفيږي او د بريښنا توليدولو په ترڅ کي موثريت يي هم ډير ټيټ دی يعني د سکرو د سوزيدو په جريان کي يوازي په سلو کي ديرش برخه سکاره په بريښنا او نوره اويا برخه يي په تودې انرژۍ بدليږي چه دغه قضيه د انرژۍ پوه وانو لخوا وړاندي شوې او د وانو قضيه نوميږي . نو عالمان په دي فکر کي دي چه د سون موادو څخه د بريښنا د مستقيم بدلون دپاره کوم تجهيزات جوړولي شي که نه . ځواب يي دا دی چه د سون موادو بطري جوړيږي په بله ژبه د سون موادو بطري د کيمياوي انرژۍ څخه د بريښنا بدلولو په يوه وسيله ده او ددې بطري د فعاليدو په وخت کي د بريښنا د کيمياوي انعکاس له لار ي په برقي جريان بدليږي . د جنراتور په مقايسه د سون موادو بطري د فعاليت

په وخت کي په مسقيم ډول په بريښنا بدليږي او د وانو د قضيې تر قيود لاندي نه ده .د سون موادو بطري د وچې بطري سره دا توپير لري چه وچه بطري د انرژۍ د ذخيرې ألت او د سوان موادو بطري د انرژۍ د بدلولو وسيله ده . په حقيقت کي دغه اسباب هان په اتلس سوه نهه ديرشم کال کي د انګلستان د عالم ګروف لخوا اختراع شو ، سره له دي چه په هغه وخت کي عالمانو د سون موادو د بطري له اختراع سره ډيره علاقه پيدا کړه ، خو د بخاري موتور او انجن تر استفادې لاندي راغلل ، نو د سون موادو بطري يوازي په لابراتور کي پاتي شوې . مګر لا نورو زياتو عالمانو د سون موادو د بطري د استعمالولو دپاره زياته هڅه کړې او برياليتوبونه يي تر لاسه کړيدي . د تيرې پيړۍ له پنځمې لسيزې نه دغه ډول بطري د زياتې توجه وړ ګرزيدلی او حتی د هوانوردۍ په ساحه کي تر استفادې لاندي راغلي ده .

نن ورځ لا زيات شمير عالمان د سون موادو د بطري د استعمالولو دپاره کوشش کوي او څو ډوله داسي بطري يي اختراع کړيدي چه دغه ډوله بطري د بيلا بيلو هيوادونو د مشخصاتو سره سم استعماليږي ، يوه خبره دا ده چه نن ورځ د سون موادو بطري په چين کي د بريښنا او تودوخي د برابرولو د هغې طريقې دپاره چه په بيلابيلو سيمو کي بريښنا په متفرق ډول نه په متمرکز ډول برابريږي ، ډيره مناسبه ده ځکه چه هم چاپيريال ته ککړتيا نه رسيږي او هم د سون موادو موثريت په پوره توګه استعماليږي . دغه راز دغه ډول بطري په لويو بسونو او نورو موټرونو او حتي بيړيو کي هم استعماليداي شي .

د بريښنا د تامين د راتلونکي شبکې په هکله اوس په بيلا بيلو هيوادونو کي د بريښنا د تامين شبکه د لويو جنراتورانو لخوا د بريښنا توليدولو او د لوړ فشار په

واسطه د بريښنا انتقالولو په اساس جوړه شويده . که څه هم په ټوله نړۍ کي په سلو کي نوي برخه بريښنا د دغه ډول متمرکز او يوازني برقي شبکې په واسطه ګوټ ګوټ ته انتقاليږي ، خو لويې برقي شبکې د خپلو نيمګړتياوو سره سم په اوسني ټولنه کي د بريښنا د انتقالولو په بهير کي د امنيت او د بريښنا د کيفيت د تامين په هکله اړتياوي نشي پوره کولې . مګر د سون موادو د بطريو د استعمالولو له لاري د بريښنا د تامين نوي لاره پيدا شويده يعني د بريښنا متفرق توليد او د بريښنا د متمرکز تامين سيستم تر استفادې لاندي راغلی دی چه ښګڼې يي دا دی چه مشتريان په خپله بريښنا استعمالولي شي او د بريښنا قطع کولو پيښه نه پيښيږي چه دغه لاره په کليوالي ، مالداري او غرني سيمو او په کوچنيو ښارونو او تجارتي سيمو کي ډيره مناسبه ده .

په پرمختللو هيوادونو کي د انرژۍ د پرمختګ له نظره د انرژۍ تامين لاره عمومأ د بريښنا له متفرق تامين نه متمرکز تامين ته او بيا متفرق تامين ته رسيدلې ده . يقين دي چه د سون موادو بطري به له دي امله د بريښنا د متفرق تامين په سيستم کي ستر رو ل ولوبوي چه حجم يي کوچني ، موثريت يي ښه او چاپيريال ته ککړتيا نه رسوي.