<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-09 20:54:48    
وين جيا باو له مختلفو سيمو څخه وغوښتل چه بايد د مرغانو د انفلونزا د سرايت د مخنيوی او کنترول لپاره ټينګ او قطعی تدبيرونه ونيسی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، د چين صدراعظم وين جيا باو په دی وروستيو ورځو کی د چين د شمال ختيځ د لياو نينګ ولايت د هۍ شان په ولسوالی کی د مرغانو د انفلونزا د سرايت د مخنيوۍ او کنترول د اړوند کار د پلټنی په بهير کی دا غوښتنه وکړه چه مختلفی سيمی بايد د نوموړی ساری ناروغۍ په ضرر ښه وپوهيږی او بايد د ټينګو او قطعی تدبيرونو په نيولو سره يی له منځه يوسی .

په دی وروستيو وختونو کی د چين د داخلی مغولستان په خودمختاره سيمه او د أن خوی ، هو نان او لياو نينګ په درو ولايتونو کی په وار سره نوموړی ساری ناروغی موندلی شوی او په دی توګه د چين په مختلفو سيمو کی دنودموړی ناروغۍ د خپريدو د مخنيوی اوکنترول لپاره د پيسو د زياتوالی ، د قرانطين د پياوړتيا او د اړوندی مادی ذخيرې په شمول يو لړ تدبيرونه نيول شوی دی .