د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د اقتصادی همکارۍ په هکله د لسو هيوادونو د سازمان دوه ورځنی غونډه د نوامبر په نهمه نيټه د افغانستان په مرکز کابل کی جوړه شوه او په دې غونډی کی به په عمده توګه د مختلفو هيوادونو تر منځ د ګمرکی تعرفی د کموالی او د بازارونو د خلاصولو په باب بحث وشي ٠
د افغانستان د سوداګری وزير هدايت امين راسلا په دغی غونډی کی د وينا په ترڅ کی وويل چه نوموړی سازمان بايد د سيمه ايزی همکارۍ او د اقتصاد د تنظيم لپاره کوشش وکړي تر څو په بيلا بيلو سيمو کی د منابعو د استعمالولو ميزان لوړ کړي او د خلکو د ژوند سويه ښه والی ومومي ٠ د افغانستان حکومت غواړی چه د منځنی اسيا او جنوبی اسيا تر منځ د پل رول ولوبوي ٠