د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، دچين د سوداګرۍ د وزارت د نهمی نيټې اعلان سره سم پاکستان ته د چين د حکومت لخوا د برابرشويو مرسته کوونکو مالونو لسمه برخه د نوامبر په نهمه ماښام په سالم ډول اسلام اباد ته ورسيده ، په دی توګه د چين ټول مرسته کوونکی مالونه پاکستان ته سپارل شوی دی .
د زلزلی نه راهيسی د چين حکومت دری ځله په وړيا ډول پاکستان ته د ٢٦ مليونو ٧ لکو ديرش زرو امريکايی ډالرو په ارزښت اضطراری مرسته برابره کړی ده چه په دی جمله کی مادی شيان ، نغدی پيسی او د طبی ګروپونو استونه شامل دی .