د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، د چين دحکومت لخوا دپاکستانزلزلی ځپلوسيمو ته د ٦٠ مليونو ژن مين بی يوانو په ارزښت د نويو مرسته کوونکو مالونو د برابريدو په باب د تبادلی د سند د امضا کولو مراسم په نهمه نيټه په اسلام اباد کی پرځای شول .
دغه شان د چين د سوداګرۍ د وزارت د همدی ورځی د اعلان له مخی پاکستان ته د چين د حکومت لخوا د برابرشويو مرسته کوونکو مالونو لسمه برخه په نهمه نيټه ماښام په سالم ډول اسلام اباد ته ورسيده ، په دی توګه د چين ټول مرسته کوونکی مالونه پاکستان ته سپارل شوی دی .
تر اوسه پوری د چين د حکومت او د چين د خيريه چارو د عمومی ټولنی ، د چين د سره صليب د ټولنی او د چين د ښځو د اتحاديی په شمول د غير حکومتی سازمانونو او چينايی شرکتونو لخوا د ژمنه شويو مرسته کوونکو مالونو عمومی ارزښت ٢٤ مليونو ٢ لکو ٨٤ زرو امريکايی ډالرو ته رسيدلی دی .