د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د پاکستان خارجه وزير خورشيد قصوری په نهمه نيټه دا خبره تصديق کړه چه تر اوسه پوری په پاکستان کی د تازه زلزلی په اثر اته سوه شپيته زره تنه خلک مړه او نور سل زره تنه ټپيان شوی او دری مليونه دری لکه تنه خلک بی کوره شوی دی .
نوموړی په کراچی کی له خبريالانو سره د مرکی په ترڅ کی پاکستان ته د بين المللی ټولنی لخوا د برابرشوی مرستی څخه مننه څرګنده کړه او و يي ويل چه د پاکستان حکومت به په راتلونکو پنځو کالو کی د زلزلی ځپلو سيمو د بيا رغاونی دنده ترسره کړی او له نړيوالی ټولنی څخه هيله کوی چه د روانی مياشتی په نولسمه نيټه د بيا رغاونی او مرسته ورکوونکو هيوادونو په غونډه کی په مداومه توګه پاکستان ته د مرستی لاسونه اوږد کړی .