<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-10 21:53:20    
افغانستان هيله لری چه په کلتوری ساحه کی له چين سره تګ راتګ پياوړی کړی

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! په نننی پروګرام کی به تاسو ته يوه خاصه مرکه وړاندی کړو چه څو ورځی دمخه خبريال په بيجينګ کی د افغانستان له لوی سفير قيام الدين راعی برلاس سره کړيده .

د اسيا اوومه دوره کلتوری فيستوال او د اسيا د کلتوری وزيرانو لومړی فورم د چين د ولسی جمهوريت د کلتوری وزارت او د چين د ګوانګ دونګ د ولايت د حکومت له خوا ، د نوامبر له يوولسمې نيټې نه تر اوه لسمې نيټې پوری د ګوانګ دونګ ولايت په فوشان ښار کی جوړ شی . د افغانستان په شمول څه دپاسه شل هيوادونه به خپل هنری هيئتونه راوليږی . د خبر له مخی ، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير به هم په نوموړی فورم کی ګډون وکړی . په دی هکله زمونږ خبريال په چين کی د افغانستان له لوی سفير قيام الدين راعی برلاس سره مرکه وکړه . سفير برلاس پخوا په چين کی زده کړه کړی وه او د چين د ګوانګ دونګ په شمول زياتو ځايونو ته تللی و . هغه له نوموړی کلتوری فيستوال سره هم زياته علاقه لری او ويی ويل :

( اواز )

د اسيا کلتوری فيستوال يو او بل سره د اسيا د مختلفو هيوادونو د پيژندلو د پياوړتيا لپاره يوه ډيره ښه زمينه برابره کړی ده . زمونږ د هيواد افغانستان يو هيئت په نوموړی فيستوال کی ګډون وکړی ترڅو نور هيوادونه په تيره بيا چين او د چين خلک په ښه توګه افغانستان وپېژنی .

هغه زياته کړه چه د چين او افغانستان ترمنځ کلتوری تګ راتګ ډير لرغونی تاريخ لری . ويل کيږی چه ان څه دپاسه دوه زره کاله دمخه د چين د هان په مسلسله کی افغانانو په

چين کی ژوند کاوه . د دی نه پرته د چين د تانګ په سلسله کی يو مشهور بودايی راهب چه شوان زانګ نوميده ، هند ته د تللو په لاره کی په افغانستان کی توقف کړی و . اوس په کابل کی د چين د سفارت په انګړ کی د شوان زانګ او د ده د درو زده کوونکو مجسمې ولاړ دی او زيات افغانان وايی چه يو زده کوونکی يی چه شا سنګ نوميده ، د افغانانو په شان و .

سفير برلاس له چين سره ژور احساس لری او هيله يی څرګنده کړه چه په راتلونکی کی به د چين او افغانستان ترمنځ همکاری او تګ راتګ پياوړی شی . هغه وويل :

(اواز )

چين د افغانستان يو ښه دوست او ښه ګاونډی دی . خو اوس د افغانستان خلک د چين په باب په تيره بيا په نژديو کالو کی د چين د ترلاسه شويو لويو موفقيتونو په باب زيات معلومات نه لری . د تيرې پيړۍ په شپږمه لسيزه کی می په چين کی زده کړه کړی وه . خو دری کاله دمخه د لوی سفير په توګه يو ځل بيا چين ته راغلم ، بيجينګ می ونه پيژنده . پخوانی ټيټ کورونه او تنګ واټونه نه ليدل کيږی او هر ځای جګې وادنی ولاړې دی . زه د چين د خلکو د برياليتوبونو په مناسبت ډيره خوښه يم او غواړم چه د افغانستان خلک هم د چين په باب زيات معلومات ترلاسه کړی . اوس هرکال لازيات افغانان د تجارت او زده کړې لپاره چين ته راځی او زيات حکومتی هيئتونه هم چين ته سفر کوی . په عين وخت کی زه هيله لرم چه د چين خلک د افغانستان د کلتور ، تاريخ او د بيا رغونې په باب معلومات ترلاسه کړی . نوځکه مونږ د اسيا فيستوال ته په درنه سترګه ګورو .

هغه زياته کړه چه د زياتو سببونو له امله ډير خلک اوس هم په دی نظر دی چه په افغانستان کی جګړې روانې دی . مګر حقيقت دا دی چه زمونږ په هيواد کی جګړه په عمده توګه ختمه شويده او خلکو مو په بيلابيلو ساحو کی په ابادی پيل کړی دی . افغانستان پخپله شتمن کلتوری او تاريخی ميراث لری او هرومرو روښانه راتلونکی هم لری . 

د چين خلک د افغانستان له نوم سره نااشنا نه دی مګر لږو خلکو د افغانستان موزيک اوريدلی دی . خو په نوموړی فيسوال کی به د چين خلک فرصت و لری چه د افغانستان موزيک واوری او ناڅه يی وګوری .

د لوی سفير برلاس په نظر نوموړی فيستوال د چين او افغانستان ترمنځ د کلتوری تګ راتګ د پياوړتيا لپاره يو ښه فرصت هم دی او ښاغلی سفير زمونږ سره د مرکې په پای کی خپله ښه هيله څرګنده کړه :

(اواز )

ګرانو اوريدونګو ! همداوس تاسو يوه مرکه واوريده چه څو ورځې دمخه زمونږ خبريال په چين کی د افغانستان له لوی سفير قيام الدين راعی برلاس سره کړې وه . ستاسو د اوريدلو له امله ډيره مننه کوو !