<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-11 17:31:58    
د بېجينګ د موسيقی اتم بين المللی فيستوال

cri

 ګرانو اورېدونکو،السلام عليکم! د نوامبر په پنځمه نيټه د نړۍ مشهور سمفونی ارکسترا يعنی د برلين فيلاهارمونيک په بېجينګ کی يو په زړه پوری نمايش وکړ او د بېجينګ د موسيقی اتم بين المللی فيستوال د نوموړي نمايش په جوړېدو سره پايته ورسيد. د نوموړي بين المللی فيستوال په دوه ويشتو ورځو کی د بېجينګ نندارچيانو ته زيات شمېر غوره نمايشونه وړاندی شويدي. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسی د موسيقی د نوموړی بين المللی فيستوال په هکله څه معلومات واورئ.

( لومړی اواز)

ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د بېجينګ د موسيقی د اتم بين المللی فيستوال په اختتاميه مراسمو کی موسيقی واوريده. د برلين د فيلاهارمونيک د ډلې له خوا وړاندی شوی غوره نمايش په داسی حال کی چی د نندارچيانو له خوا په پر له پسی په چک چکو بدرګه پيل شو. د برلين فيلاهارمونيک په نړۍ کی ډير زيات شهرت لری او هر غړی يی د نړۍ د مختلفو ځايونو څخه راغلی ډير ښه هنرمند بلل کېږی. په ١٩٧٩ کال کی د نوموړی فيلاهارمونيک ډله د اطريش د مشهور رهبر کارايان په شمرۍ چين ته راغلی او د چين د خلکو ستاينه يی تر لاسه کړی وه. د شپږويشتو کلونو نه وروسته د دايمی لارښوونکی ښاغلي سيمن راتلی په مشرۍ يو ځل بيا چين ته راغلل او نوموړی په زړه پوری نمايش يی وړاندی کړ. ښاغلي سيمن راتلی وويل

(دوهم اواز)

مونږ ډير خوښ يو چی د نمايش د وړاندی کولو دپاره چين ته راغلی يو. ځينو خلکو له ما څخه پوښتنه وکړه چی تاسی ولی خپل هنر په چين کی ننداره کوی، خو ما ور ته په ځواب کی وويل چی زما په نظر، د چين موسيقی د نړيوالی موسيقی سره يو ځای انکشاف مومی او ښه راتلونکی لری. دلته زه له دې فرصت څخه په استفادې سره د بېجينګ د موسيقی د بين المللی فيستوال ټولو کارکوونکو ته مبارکی وايم چی د بېجينګ نندارچيانو ته يی په زړه پوری موسيقی وړاندی کړه. مونږ هيله لرو چی د چين نندارچيان زمونږ له موسيقی څخه خوند واخلی.

په بېجينګ کی د موسيقی بين المللی فيستوال د ١٩٩٨ کال نه راهيسی هر کال د چين د کلتور د وزارت او د بېجينګ د ښاروالی له خوا په ګډه سره جوړيږی او تر اوسه پوری په بېجينګ کی يو لوی کلتوری فعاليت بلل کېږی. سږ کال د نوموړی فيستوال په بهير کی اوپراګانو، سمفونی موسيقی او پيانو په شمول اتلس نمايشونه تر سره شوي او د فرانسې، المان، چک او امريکې په شمول د څه دپاسه لسو هېوادونو څخه راغلو څه نا څه زرو تنو هنرمندانو په وار په نوموړي فيستوال کی برخه واخيستله.

د نوموړي فيستوال په موده کی نه يوازی خارجی موسيقی اورېدلی شی، بلکه د بېجينګ د اوپرا په شمول زيات شمېر چينی هنرونه ننداچيانو ته وړاندی شويدي.

(پنځه اواز)

همدا اوس مو د يانګ د کورنۍ د ښځينه وو جنرالانو په عنوان د بېجينګ اوپرا واورېدله. دغه اوپرا د زياتو نندارچيانو توجه ځانته راجلب کړه، ځکه چی نوموړی اوپرا د زياتو معاصرو هنری شکلونو په زياتېدو سره اصلاح شوی او د عنعنوی اهنګ په اساس پکی له سمفونی موسيقی څخه استفاده شويده.

د نوموړې اوپرا په هکله ځينی نندارچيان ډير خوښ ؤ، خو په بېجينګ کی يو پولندی زده کوونکی کريس داسی وويل

(اتم اواز)

نوموړی اوپرا زما ډير خوښ ده، زما په نظر د چين عنعنوی اوپراګانې ډېرې په زړه پوری دي. نو دې ته اړتيا نه شته چی پکی د لويديځې نړۍ له موسيقی سره يو ځای شی. زه د چين کلتور ډير خوښوم او هيله لرم چی د خارجی کلتورونو تر اغېزې لاندی رانشی.

ويل کېږی چی د بېجينګ اوپرا د اصلاح کېدو په هکله د ننداچيانو ترمنځ اختلافونه شته.

ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د هنر او کلتور نننی پروګرام واورېد چی عنوان يی و، د بېجينګ د بين المللی موسيقی اتم فيستوال. هيله ده چی پروګرام مو خوښ شوی وی. ستاسو د روغتيا په هيله!