<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-11 17:19:27    
د امريکی يوه ښځه د کنفسيوس د پوهنځی د رئيسې په توګه ټاکل شويده

cri

د نيويارک د ختيځ مانهتان په ٦٥م واټ کی ډيري لرغونی کوچنی ودانۍ پرتې دی او د يوی وادنی پر دروازې باندی هغه بيرغ ځوړند دی چه ور باندي ليکل شوي دی _د چين او امريکې د همکارۍ ټولنه . نوموړي ټولنه په ١٩٢٦ کال کي د چين د مشهور پوه هو شه او د امريکې د نامتو عالم جان دووي لخوا جوړه شوی ده چه مرام يي په امريکا کي د چين د عنعنوي او معاصر کلتور او هنر خپريدل دی . که څه هم ددې ټولنې وداني کوچنی ده ، خو د امريکايانو دپاره د چين په باب د معلوماتو د لاس ته راوړلو د يوې کړکۍ په توګه رول لوبوي او د نيويارک په سيمه کي د کانفوسيوس لومړني پوهنځی هم دی چه تازه جوړ شويدی٠

د نوموړی ټولنی رئيسه او د کانفوسيوس د پوهنځی رئيسه يوه ښکلی امريکايی ښځه ده چې خوږ چينی نوم ئی جيانګ ځه ژوه دی٠ په وروستيو ورځو کی خبريال له نوموړی ښځې سره مرکه وکړه٠

کله چې خبريال د دې د چينی نوم د ټاکلو په باب پوښتنه وکړه،جيانګ ځه ژوه سم دلاسه زياته علاقه څرګنده کړه اوځواب ئی ورکړ چې زما نوم په بېجينګ کی زما د ښوونکی له خوا ټاکل شوی ؤ٠ د واده نه مخکی می نوم ساره جارج ؤ او چينی ښوونکی مې د دې تلفظ له مخی نوموړی چينی نوم وټاکه٠

د نوموړی ټولنی د دندې د پر غاړه اخيستنی نه مخکی جيانګ ځه ژوه په چين کی څو کاله زده کړه ، ژوند او کار کړی ؤ٠په منځنی ښوونځی کی ئی د چين لرغونی شعرونه چې په انګليسی ژبی ترجمه شوی ؤ،ولوستل او د چين له رنګارنګ کلتور

سره ئی زياته مينه درلوده٠ نو د پلينستون په پوهنتون کی د شامليدو نه وروسته ئی د چينی ژبی تخصص انتخاب کړ٠ په ١٩٨٢ کال کی د دې پوهنتون څخه د فارغېدو نه وروسته سم دلاسه چين ته ولاړه ٠ لومړی ئی په بېجينګ پوهنتون کی د نيم کال دپاره چينی ژبه زده کړه او ورپسی ئی په چين کی د امريکی په يوه شرکت کی څلور کاله کار کړی ؤ٠ د دې شرکت مشر هم د چين او امريکی د همکارۍ د ټولنې د مديره هيات يو غړی دی چه په دي سبب جيانګ ځه ژوه د نوموړی ټولنی د رئيسې په ټوګه وټاکله شوه ٠

د چين د زياتو کلتوري معلوماتو د لاس ته راوړلو دپاره جيانګ ځه ژوه په بيجينګ کي د ژوند په وخت کي له زياتو ښاريانو سره تماس ونيوه . مثلا هغی لومړي يو بايسکل واخيست او د اوونۍ په پاي کي يي په بايسکل د بيجينګ د لارو کوڅو سيل وکړ ، څلور کاله وروسته کله چه بيرته امريکې ته ستنه شوه ، د ژوند له پخواني عادتونو سره يي توافق نه درلود .

وروسته له هغه وخته چه جيانګ ځه ژوه مور شوه ، خپل کار يي پريښود او په کور کي يي خپل ماشوم وساته . څو کاله وروسته جيانګ ځه ژوه د مشاورت داسي سازمان جوړ کړ چه خاص د چين په هکله ئی معلومات برابرول او په همدي موده کي يي د چين او امريکي د همکارۍ د ټولنې په اړه دنده په غاړه واخيستله . د روان کال په لومړيو وختونو کي د نوموړي ټولنې رييسه بله دنده ونيوله ، نو جيانګ ځه ژوه طبعأ ددې ټولنې د رييسې په توګه انتخابه شوه .

په تيرو لسو مياشتو کي جيانګ ځه ژوه د ټولنې د شلو تنو غړو په راسمبالولو سره د چين په باب اړوند معلومات راغونډ کړل او ډول ډول فعاليتونه يي اجرا کړل چه د

کانفوسيوس د پوهنځی جوړول ددوي د کارونو څخه يو مهم کار دی .

جيانګ ځه ژوه زياته کړه چه په راتلونکو څو کلونو کي به د کانفوسيوس د پوهنځي عمده دنده د چيني ژبي د ښوونکو روزل وي ، د راتلونکي پلان د يادولو په وخت کي جيانګ ځه ژوه وويل چه د ملکي ټولنې په حيث د چين او امريکې د همکارۍ ټولنه به په امريکا کي د چين د لرغوني کلتور د تبليغ او خپرونې دپاره لا ستر رول ولوبوي .