د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د چين دهونان ولايت حکومت په يولسمه نيټه په يوه مطبوعاتی کنفرانس کی وويل چه ددی ولايت د شيانګ تان د ولسوالی د شه بو په علاقه دارۍ کی د مرغانو د انفلونزا د سرايت مخه نيول شوی دی .
نوموړی ساری ناروغی د اکتوبر په اتلسمه نيته موندله شوی وه . د اکتوبر د يوويشتمی نيټې راهيسی د نوموړی علاقه دارۍ په شاوخوا کی هيڅ نوی ناروغی نه ده موندله شوی او د اوسيدونکو توليدی فعاليتونه په عادی توګه روان دی او ژوند او اجتماعی نظم يی هم عادی ښکاری .