د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، هند او پاکستان د نوامبر په دوولسمه نيټه د کشمير په واقعی کنترولی کرښه کی دريمه لاره پرانيستلی ده، څو چی د زلزلې نه وروسته د دواړو خواوو ګډ امدادی عمليات پياوړی شی. د خبر له مخی، په همدې ورځ دغه لاره د هندی کمشير د تيسوال او د پاکستانی کمشير د ناوسيری ترمنځ ده او د تدارکاتی کارونو د نه بشپړېدو له امله د خلاصېدو وخت يی وځنډېده چی د پلان له مخی بايد د روانې مياشتې په لسمه نيټه خلاصه شی.
|