<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-12 19:31:08    
د سرطان د مخنيوي په باب معلومات

cri

ټولو ته معلومه ده چه سرطان د انسان له پاره ډير خطرناک ناروغۍ ده او تر اوسه پوري ددي ناروغۍ د علاج له پاره کوم موثر وارو ورمل نه دي پيدا شوي ٠ نو د سرطان وقايه ډير اهميت لري ٠ د سرطان وقايه په دوو مرحلو ويشل کيږي ٠ لومړي بايد د ژوند بد عادتونه پر ښودل شي او چاپيريال دي بهتر شي تر څو د سرطان د پيدا کيدو مخه ونيول شي ٠ دوهمه مرحله دا ده چه بايد د لومړي مرحلي سرطان نراوغۍ ژر تشخيص شي او تر علاج لاندې راشي ٠ پرته له دي نه د هر چا له پاره دي نه د هر چا له پاره د سرطان وقايه هم ډيره لازمه ده ، مثلا د سګريټ څکلو او شراب څښلونه دي ځان ليري وساتل شي او ډير سره کړي خوراکونه بايد و نه خوړلي شي ٠ ځکه چه د کباب شويو، لوګي وهلو او د سرو کړو خوراکونو يا قاسدو شويو خوراکونو څخه د سرطان مکروب پيدا کيږي ٠ علاوه پر دي د ښه روحياتي وضعيت ساتل د سرطان څخه د ژغورلو له پاره هم ګټور دي ٠ بله مهمه خبره دا ده چه بايد د سرطان د څرګنديدو نه د مخه د پيدا شويو پاتولوژيکي تغييراتو علاج وشي ٠

مګر متاسفا نه په نړۍ کې د سرطان ناروغانو شمير په سرعت سره زياتيږي او د نړۍ د طبي موسسې د اټکل له مخې شل کاله وروسته به هر کال شل مليونه تنه په ډول ډول سرطانونو اخته شي چه زياتره برخه به يي د مخ په انکشافو هيوادونو کې پيدا شي ٠ نو نوموړي موسسې د مختلفو هيوادونو د حکومتونو په تيره بيا د خوراک او وارو توليدولو د فابريکو او د بيمې له شرکتونو څخه غوښتنه وکړه چه د سرطانونو د وقايي او علاج د پلان د تطبيق له پاره زياتې پيسي برابري کړي ٠

بله خبره دا ده چه زمونږ په ورځني ژوند کې پياز او هوږه ډير استعماليږي ٠ د ډاکترانو په نظر کې دغه ډول سبزي د انسان د روغتيا له پاره ډيره ګټه لري ٠ د اړوندې طبي څيړنې له مخې پياز په رګونو کې د منجمدو وينو د حل رول لري او په پياز کې ډول خاص مواد شته او دغه مواد د کلسترول د کموالي او د وينو د ټينګوالي او غلظت د مخنيوي له پاره ډيره فايده لري ٠ په پياز او نوش پياز کې يو ډول ژرالوتونګي غوړي پيدا کيږي چه دغه ډول مواد د کب د سوړ بوي د ليري کولو ، د خوند د زياتولو او د مضرو ميګروبونو او ويروس د وژلو رول لري ٠ نو ډاکترانو نظريه ورکړي چه هر سړي بايد هره هفته کم تر کمه دوه غوټې وخوري ٠

پرته د پياز نه په هوږه کې هم داسي نتد مواد پيدا کيږي ٠ نو هوږه يو طبيعي ( انتي بيوتيک ) دي يعني د ميکروب د وژلو له پاره ګټوره ده ٠ د وروستيو څيړنو سره سم په هوږه کې سلنيوم او ژرمانيوم پيدا کيږي چه سلنيوم د انسان د ضعيفوالي په ضد او د زړه ، لوړ فشار، سکتې او نورو ناروغيو او ژرمانيوم د سرطان د وقايي او پيشګويي رول لري ٠ لنډه دا چه هوږه د مضرو ميکروبونو او ويروس په ضد ډير ښه درمل دي ٠ نو چيناپان عمومأ د نس ناستې او زکام د علاج له پاره هوږه خوري ، مګر د يادونې وړ خبره دا ده چه هغه کسان چه د سترګو ، خولې ، ستوني ، پوستکې او معدې په ناروغيو او بواسير اخته دي ، بايد هوږه و نه خوري ٠ بر سيره پر دي د انسان په ورځني څوند کې نور ډير ګټور خواړه هم زيات دي ٠ لکه بيلا بيل تازه سبزي او ميوي د انسان د روغتيا له پاره نه يوازي ډير ضروري دي بلکه ډيره ګټور هم دي ٠ د ډاکترانو په نظر بيلا بيل طبيعي خواړه مثلا غنم ، نخواد ، جوار ، بيلا بيل ميوې او سبزيجات او داسي نور تر يوي اندازي پوري ټول د درملونو رول لوبولي شي ٠