<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-12 19:55:03    
د چين د فوجيان ولايت دکليو د روغتيايی چارو د ټينګيدو دپاره هڅه کوی

cri

د چين د فوجيان د ولايت حکومت په وروستيو ورځو کی د ټولو کليو د روغتيا د ساتنی دپاره د ١٦ مليونو اتو سوو شپتو زرو ژن مين بی يوانو پيسی اچولی دی تر څو د کليو ديرشو زرو ډاکترانو ته اضافی معاش ور کړی او په يو زره اته سوو هغو کليو کی چی پکی کلنيک نشته کلينيکونه جوړ شی .

د کليو ډاکتران د بزګرانو د روغتيا د ساتنی په بهير کی مهم رول لوبوی ،نو د دوی دنده درنه ده .مګر د سږ کال په پيل کی د فوجيان د ولايت د روغتيا د ساتنی د اداری له خوا د وړاندی شوی احصائيی له مخی د ټول ولايت له ١٤ زرو کليو څخه په تقريبأ ١٨٠٠ کليو کی کلينيکونه نه شته چی دا رقم د ټولو کليو د عمومی اندازی په سلو کی ١٦ برخه نيسی .په عين وخت کی په کليو کی ډيرو ډاکترانو خپلی طبی دندی پري ايښی او نورو دندو ته يی مخه کړی ده چی له دی امله د زياتو بزګرانو دپاره په طبی برخه کی ډيری ستونزی رامنځته شوی دی.د فوجيان د ولايت د روغتيا د ساتنی د رياست مسئول جانګ سين ګن وويل چی کليوالی ډاکتران د کليو د روغتيايی چارو بنسټ دی .د نوموړی ولايت د فوجو د ښار د روغتيايی مسئول ليو شيان جونګ خبريال ته وويل ځکه په ٢٠٠٣ کال کی د سارس ناروغۍ د رامنځته کيدو په وخت کی د فوجو په ښار کی د سارس ناروغی رامنځته نه شوه . يو مهم علت يی دا و چی د کليو ډاکترانو د سارس ناروغۍ څخه د خلکو د ليری ساتلو دپاره زيات کارونه وکړل .نو مونږ بايد په کليو کی د کلينيکونو ابادی پياوړی او د ناروغيو د وقايی او د روغتيا د ساتنی دپاره طبی شبکه بشپړه کړو .د سږ کال په پيل کی د فوجيان د ولايت ګوندی کميټی د نوموړی حالت د حل دپاره فيصله وکړه چی د کليو ډاکترانو ته اضافی معاش ور کړی .د اګيست په لومړی ورځی

د کليو ډاکترانو ته د اضافی معاش د ويشلو په هکله عملی پيشنهاد د فوجيان د ولايت د حکومت له خوا وړاندی شو .په عين وخت کی د نوموړی ولايت حکومت د بيلا بيلو درجو له حکومتونو څخه غوښتنه وکړه چی نوموړی اضافی معاش بايد په خاصه توګه د کليو ډاکترانو ته ور کړل شی . له دی نه علاوه د فوجيان ولايت هم فيصله وکړه چی په هغه کليو کی به چی همدااوس کلينيکونه نه شته ،کلينيکونه جوړ شی .په دی توګه د فوجيان د ولايت حکومت د بيلا بيلو کليو د اداری کميټو څخه غوښتنه وکړه چی په وړيا توګه د کليو ډاکترانو ته د کلينيکونو ځای برابر کړی او د طبی اساسی تجهيزات او درملونو د زياتوالی دپاره اضافی پيسی ور کړی .

د نوموړی فيصلی نه وروسته په زياتو ځايونو او کليو کی عملی نقشی هم صادر شوی او وروستی طبی تاسيسات يی هم بدل شول .

د فوجيان د ولايت د روغتيا د ساتنی د رياست له خوا د احصائيی له مخی د کليو د ډاکترانو په منځ کی ځوانان او هغه ډاکتران چی طبی تخصص او پوهه لری ، لږ دی . د دی حالت په مقابل کی د فوجيان د ولايت حکومت به نور ١٠ مليونه ژن مين بی يوانه پيسی واچوی تر څو د کليو ډاکتران وروزل شی .

جانګ سين ګن وويل چی کلينيکونه په کليو کی د طبی سازمان په توګه د کليو د روغتيايی چارو د تامين دپاره مهم رول لوبوی .نو يوازی په دی شرط چی د کليو د ډاکترانو د ژوند او کار شرايط ښه والی ومومی، په کليو کی به زمونږ روغتيايی چاری هم ښه شی او د بزګرانو روغتيا به په ښه توګه وساتل شی او زمونږ اقتصاد به لازيات پرمختګ تر لاسه کړای شی .