د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز او د هند صدراعظم منموهن سينګ چه اوس د بنګله ديش په مرکز داکه کی د جنوبی اسيا د سيمه ايزی همکارۍ د اتحاديی په ديارلسمه سرمشريزه غونډه کی برخه لری ، په دولسمه نيټه د شپی لخوا سره خبری اتری وکړې .
د پاکستان د اسوسيټ پرس د خبری اژانس د خبر له مخی ، دواړو مشرانو په ګډه سره د دواړو هيوادونو ترمنځ د هراړخيز ديالوګ بهير راياد کړ او د سيرکريک دسمندری سرحد، د سياچين له ګنګل نه د فوځونو د ايستلو او د يو بل د کب نيوونکو د خوشی کولو په باره کی يی د نظرياتو تبادله وکړه .
د زلزلی نه وروسته د ژغورنی او مرستی په برخه کی د همکاری په هکله صدراعظم سينګ وويل چه هند د کشمير د سرحداتو د پرانستلو ملاتړ کوی . صدراعظم عزيز د هند د نوموړی همکاری په امله يو ځل بيا مننه څرګنده کړه .