<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-13 17:27:51    
نوی کال

cri

مونږ د حساب خلق يو او له ځان سره يو حساب لرو . زمونږ په حساب زوړ کال ختم شو او د نوي کال په سر باندې مو قدم کيښود . مونږ پوهيږو چې زمونږ حساب نورو غوندې نه دی . د هغوی نوی کال د شلم قرن پنځوسم کال دی او مونږ د څوارلسم قرن پنځه ديرشم کال ته نوی وايو .

په رښتيا چې زمانه کې ژوند کوو او څومره بيرته پاته يو .

مونږ هم د زمانې په ګړندي ګاډۍ کې سپاره يو او چېرته څو . دا ګاډۍ لکه د دزيرانو موټر کال په کال نوی کيږي مګر په زړو او خرابو لارو روان يو ځکه ګړندي نشو تللی .

مونږ په کال ، کاله او کاليو کې ژوند کوو او ډير خوشحالېږو چې له زاړه کوره نوي کاله ته او له زاړه کال نه نوي کال ته لاړ شو .

هو ! مونږ نوي کال ته خوشحاليږو او هر کله غواړو چه نوي لوښي پيدا کړو او په نوې پياله خوله کيږدو . که څه هم د زړې زمانې د قيرميز او جانان لوښي د دې وخت له لوښو نه ډير ښه دي .

زمان او مکان هم دوه ظرفه لوښي دي چې زمونږ ژوند ورپورې تړلی دی او په دواړو کې مو نويتوب خوښ دی مګر دمکان په ساحه کې زوړ او نوی ښه پيژنو او پوهېږو چې دغه ښار نوی او هغه زوړ دی ، دا ودانۍ زړه او دا بله نوې ده ، خو دزمانې په زړښت او ځوانۍ کې لکه چه تېروتلي غوندې يو .

د زمانې ظرف چه هر څومره زړېږي زمونږ په حساب هماغومره نوی کېږي .

مونږ دزمانې اغاز ته نژدې وختونه زړه زمانه بولو او دزمانې وروستيو پېړيو ته نوی عصر او نوې زمانه وايو .

نوې کال هم په همدغه صحيح حساب بنا دی .

د اتيا بوډا خپل وروستی کال نوی ګڼي او د خپل ماشوم توب زمانه ورته زړه معلوميږي .

هر کال چه نوی کېږي ، له ځان سره څه نوي شيان راوړي ځکه يې نوی ګڼو .

له نوي کال سره نوي خيالونه ، نوي فکرونه او نوي کارونه ملګري وي . که نوی کال خپل ټول کالي نوي نکړي يو څه خو نوي کوي او ځيني زړې جامې له ځانه لرې غورځوي .

د نوي کال د نويتوب معيار همدغه دی .

مونږ هيله لرو چې نوی کال په ډيرو نويو جامو کې ووينو او ډیر نوي شيان ورسره وي .

مونږ له نوي کال نه په رښتيا نوي څه غواړو او پدې پوهيږو چې زوړ بوډا په نوې جامه کې هم زوړ دی او نوی ځلمی په زړو جامو کې زوړ نه دی .

که نوی کال زړو ښکاريانو ته نوی مرغۍ راولی نوی کال ورته نشو ويلې ، د نوی کال دلومړۍ ورځې ميله هم څه نويتوب نلری ځکه چې زمونږ په هيواد کې د هرنوی کال شروع په ميلو او ساعت تيريو کيږی او قلبه کشی يعنی د کار اغاز رسما يوه نمايشی لوبه وی .

مونږ بايد پدې پوه شو چې نوی کال له مونږ نه څه غواړي او پخپله څه کوي ؟ نوی کال سمدلاسه د ورځو په اوږدولو او د شپو په لنډولو پيل کوي .يعنې د خوبونو وخت کموي او د بيدارۍ وخت د کار او فعاليت دپاره زياتوي . د تيارې او تورتم عمر لنډوي او د رڼا عمر اوږدوي .

که مونږ د نوي کال په رمز او اشاره پوه شو د پسرلۍ بريښنا ګانې همدغه مطلب ته اشاره کوي چې دنوي ژوند اساس په برق او بريښنا ايښودل شويدی او هغه زمانه تيره شوه چې د حيات اوبه په تورتم کې وې او ژوند په تيارو کې و .

د نوي کال له شروع کيدو سره سم په هوا کې اعتدال پيدا کيږي او د ژمي سوړوالی ور کيږي .

د نوي کال لومړی درس همدغه دی او ساړه يې نه دي خوښ .

راشئ ! چې د زمانې په تقاضا ځان پوه کړو او پيروي يې وکړو.