<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-13 18:45:45    
د چين د يوه توريستی ځای په باب يو په زړه پوری مضمون

cri

د چين په داخلی مغولستان کی د کوبوچی نومی يوه لويه صحرا شته چی مساحت يی شپاړس زره مربع کيلو متره دی او د بحر له سطحی نه زر متره جګوالی لری٠ په دی صحرا کی د شګو لويی او کوچنی غونډۍ ډيری ليدل کيږی٠ ځينی غونډی شپيته اويا متره جګوالی لری او د روانو شګو څخه جوړيږی چی له دی جملی څخه يوه عجيبه غونډی د يادولو وړ ده چی جګوالی يی څلويښت متره او پلنوالی يی پنځوس متره دی٠ که څوک د غونډی له سر څخه کښته ښوئيږی، نو د شګو د اصطکاک له امله لکه د اورګاډۍ غړمبهار ، د الوتکی غرهار او د بيګل اوازونه اوريدل کيږی٠ دا د سيان شاوان نومی غونډۍ ده ٠ سيان شاوان په چينی ژبه کی د اواز کوونکو شګو ځای ته وائی٠ ولی د شګو له اصطکاک څخه اواز راځی؟ په دی باره کی ډيری ښکلی قصی د پيړيو په دوران کی د خلکو په خولو کی دی ٠ يوه قصه ده چی وايی ډير پخوا په دی سيمه کی مغولی شهزاده ګانو د خپل حيثيت د څرګندولو دپاره په بولاس يعنی په سيان شاوان کی يو لوی معبد جوړ کړ٠ د مغوليانو د دود د ستور سره سم هر کال د اوو ورځو دپاره د وعظ کولو مراسم پر ځای کيږی٠ کله چی يوه شپه بودايانو په دی معبد کی د موزيک په غږولو سره دعا کولو، سخت باد ولګيده او د سترګو په رپ کی ټول معبد تر شګو لاندی پټ شو٠ مګر برډايان مړه نه شول او لا اوس هم د شګو په غونډۍ کی موزيک غږوی نو ځکه اوس د شګو د اصطکاک له امله اواز اوريدل کيږی٠ بل روايت دا دی چی وايی د بوديزم موسس ساکيامونی په نړۍ کی د دينی تبليغ دپاره سيان شا وان ته راغلی و ، د شګو

اواز د همدغه بودايی موسس اواز دی٠ د دريم روايت له مخی جان ګو لاو چی په لرغونی چين کی د اتو اربابانو څخه شميرل کيږی، د لويديځ څخه د خزانی پيدا کولو نه وروسته د ستنيدو په لاره کی د خره په سپرلۍ سيان شا وان ته راغلی، په يوه سپنمينه کڅوړه کی ډير سره زر په خره بار وو، خو د تګ په بهير کی کڅوړه وشليره او سره زره له کڅوړی څخه غورځيدل، خلک وايی چی شګو ته د سرو زرو د لويدو اواز د شګو د اصطکاک د اواز د پيدايښت سبب دی٠ دا بيخی ښکلی فولکلوری قصی دی ٠ په وروستيو کلونو کی چينی او خارجی پوهانو په سيان شا وان کی د خپلو پلټنو څخه نتيجی لاس ته راوړی٠ د ځينو پوهانو په نظر په شګو کی سره زر شته، نو ځکه د شګو د اصطکاک څخه اواز راځی٠ ځينی پوهان وايی چی په دی ځای کی د شګو غونډۍ ډيری دی، خو د سيان شا وان عونډۍ د نورو غونډيو په منځ کی ده ، نو د اواز العکاس ښه زمينه موجوده ده ، دا د شګو د غږو اصلی سبب دی٠ اخری نظر دا دی چی وايی دلته شګی ډيری وچی او ميده ميده دی او زياته اندازه کنوارتز ، نو د شګو د اصطکاک په وخت کی ساکن برق پيدا کيږی چی دا د شګو د ښوئيدو په وخت کی د غږ د راتلو علت دی٠ لنډه دا چی د سيان شا وان د غونډۍ په باره کی پيدا شوی عجايب لا تر اوسه ندی را بر سيره شوی ٠

په فلکی نړۍ کی ډير عجايب ليدل کيږی٠ سره له دی چی د سيان شا وان له شګو څخه اواز راځی، د دی غونډۍ څيره هم کله کله بدليږی٠ که په شپه کی سخت باد لګيدلی وی نو سباله به ګوری چی د پرونی غونډۍ په ځای يوه نوی غونډۍ رامنځته شوی ده ٠ سيان شا وان نه يوازی يو توريستی ځای دی ، بلکی د دی ځای شګی د روماتيزم او د پوستکو د مرضونو د علاج دپاره هم ډيری ګټوری دی ځکه په دی ځای

کی يو خاص کلينيک جوړ شويدی٠ علاوه پر دی ، د سياحانو دپاره ښه زمينه هم برابره شويده، سياحان کولی شی چی په مغولی کيږدی کی ارامه شپه تيره کړی٠

په سيان شا وان کی ښکلی طبيعی منظری او خاص محلی دود د ستور ډير زيات سياحان راجلبوی٠ که تاسی هم فرصت ولری ، سيان شا وان ته تللی شی٠