د سين هوااژانس د خبر له مخی : د پاکستان د نن په نامه ټليويزيونی ستيشن د نوامبر په ديارلسمه نيټه د پوليسو په قول خبر خپور کړ چه د پاکستان د بلوچيستان د ايالت پوليسو هغه شپږ تنه مشکوک مجرمين ونيول چه د تير کال د می په مياشت کی د ګوادار په ښار کی ئی د موټر د بمی چاودنی په وسيله د چين دری تنه انجنيران وژلی او نور يولس تنه ټپيان کړی ؤ ٠
نوموړی مجرمين د بلوچيستان په ازادی بخښوونکی محاذ غړی ؤ چه دوه تنه ئی په دی اعتراف وکړ چه په نوموړی پيښه کی ئی برخه اخيستی وی ٠