ګرانو او قدرمنو اوريدونکو ، د کوريايی ټاپووزمی د ذروی مسئلی په باب د شپږو خواؤ د خبرو اترو پنځم پړاو دروانی مياشتی په نهمه نيټه په بيجينګ کی پيل شوی دی . ښايی چه ځينی اوريدونکی دوستان غواړی چه د کوريايی ټاپووزمی د ذروی مسئلی د راپيداکيدو د مبدأ او ريشی په باب يو لړ معلومات ترلاسه کړی . د پروګرام په دی برخه کی به د اړوندو معلوماتو لومړنی برخه تاسو ته وړاندی کړو.
د کوريايی ټاپووزمی ذروی مسئله په شلمه پيړۍ کی رامنځ ته شوی ده . د تيری پيړۍ په شپږمه او اوومه لسيزه کی د طبيعی منابعو د کمبود او د بريښنا د کموالی د ليری کولو لپاره د کوريا ديموکراتيک ولسی جمهوريت په يونګ بيون کی د اټومی راکتور په جوړولو پيل وکړ . په ١٩٩٠ کال کی امريکا د مصنوعی سپوږمی په واسطه د اخيستل شويو عکسونو له مخی په دی شکمنه شوه چه ديموکراتيکه کوريا د ذروی وسلو د څيړنی او جوړونی په اړه تاسيسات لری ، او و يی ويل چه د کوريا د ذروی تاسيساتو معاينه وکړی . کوريا په مکرره توګه دا څرګنده کړی چه ددوی هيواد د ذروی وسلو د توليدولو پلان او توان نه لری ، او په عين وخت کی يی له دی امله امريکا غندلی ده چه دوی د کوريا په جمهوريت کی ذروی وسلی ځای پر ځای کړی او دکوريا د ديموکراتيک ولسی جمهوريت امنيت يی تر تهديد لاندی نيولی دی .
د ١٩٩٢ کال د می نه د ١٩٩٣ کال د فبروری تر مياشتی پوری کوريا شپږ ځله د اټومی انرژۍ د بين المللی سازمان لخوا د نامعلومی مودی لپاره څارنی او
معاينی منلی دي . د ١٩٩٤ کال د اکتوبر په مياشت کی کوريا او امريکی په ژنيو کی
د نوموړی ذروی مسئلی په هکله د کوريا او امريکی ترمنځ د ذروی چوکاټ موافقتنامه لاسليکه کړه او ددی موافقی سره سم به ديموکراتيکی کوريا له خپل ذروی
پلان څخه لاس واخلی او ددی پرځای به د امريکی په مشرۍ د کوريايی ټاپووزمی د انرژيو د بهربرداری موسسه په ديموکراتيکی کوريا کی د سپکو اوبو دری راکتورونه جوړکړی ترڅو د کوريا د بريښنا کموالی ليری کړی شی . د دغو راکتورونو د بشپړيدو نه دمخه به نوموړی موسسه هر کال کوريا ته پنځه لکه ټنه درانده تيل برابر کړی .
امأ د بيلا بيلو علتونو له امله د نوموړو راکتورونودجوړولو کار د ٢٠٠٢ کال د اګيسټ تر مياشتی پوری وځنډيده . په همدی کال د امريکی حکومت وروسته تر هغه چه جمهوررييس بوش ديموکراتيکه کوريا د شيطانی محور د هيوادونو په ډله کی شامله کړه ، د کوريا په مقابل کی يی د خپل سياست په بيا څيړنی پيل وکړ . د همدی کال په اکتوبر کی کوريا ته د امريکی د جمهوررييس خاص استازی کايری د سفر نه وروسته اعلام وکړ چه کوريا د يورانيوم د غنی کولو په باب د خپل پلان په موجوديت اعتراف کړی دی . په دی توګه د کوريايی ټاپووزمی ذروی مسئله د بين المللی ټولنی د زياتی پاملرنی وړ وګرځيده . خو کوريا وويل چه دوی هيڅکله په رسمی توګه د نوموړی پلان په شتوالی اعتراف نه دی کړی .
د ٢٠٠٢ کال د دسمبر په مياشت کی د امريکی په مشرۍ د کوريايی ټاپووزمی د انرژيو د بهربرداری موسسی په دی بهانه چه کوريا د کوريا او امريکی ترمنځ د ذروی چوکاټ له موافقی نه غاړه غړولی ده ، کوريا ته يی د درندو تيلو له برابرولو څخه لاس واخيست . د همدی مياشتی په ٢٢ نيټه کوريا اعلان وکړ چه د ذروی کنګل په باب فيصله به بيرته واخلی او په خپلو ذروی تاسيساتو
کی د اټومی انرژی د بين المللی سازمان لخوا د نظارت او کنترول تجهيزات وباسی او د بريښنا د توليدولو لپاره به يی ذروی تاسيسات بيا په کار ولويږی . دغه راز يی د ٢٠٠٣ کال د جنوری په لسمه نيټه د اعلاميی په خپرولو سره اعلان وکړ چه د ذروی وسلو د نه خپرونی د تړون د دندی له ترسره کيدو نه لاس واخلی ، او څو څو ځله يی هم په تهديد سره وويل چه د کوريا د متارکی د قرارداد له التزام نه ووځی . نو په دی اساس ذروی مسئله تيزه او سخته شوی او د کوريايی ټاپووزمی اوضاع خړه پړه او خرابه شوی ده چه د بين المللی ټولنی د زياتی توجه او پاملرنی وړګرځيدلی ده .
ګرانو اوريدونکو ، د وخت د محدوديت له امله په دی پروګرام کی يوازی د کوريايی ټاپووزمی د ذروی مسئلی د راپيداکيدو د مبدأ او ريشی په باب د معلوماتو لومړنی برخه مو واوريدله ، د راتلونکی اونۍ په همدغه وخت کی به دوهمه برخه تاسو ته وړاندی کړو ، هيله ده چه په وخت يی واورئ .
بله خبره دا ده چه د چين د تايوان په باب د معلوماتی مسابقی لپاره څلور مضامين دری ځله خپاره شوی ؤ . هيله ده چه اوريدونکی دوستان خپل ځوابيه ليکونه ژر تر ژره موتږ ته راوليږی . ډيره مننه !