<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-14 17:33:30    
چين په قوی توګه مشهور مارک لرونکی توليداتو ته انکشاف ورکوی

cri

ګرانو اوريدونکو ،په ننی پروګرام کی به د چين د مشهور مارک لرونکو توليداتو د انکشاف د حالت په باب معلومات وړاندی کړو .

د چين د خارجی اقتصاد او تجارت د انکشاف له امله د چين له خوا جوړ شوی توليدات د نړۍ د توليداتو په تناسب کی لازيات برخه نيولی ده .اوس د چين حکومت د مشهور مارک لرونکو توليداتو انکشاف چټکوی او له دی نه وروسته به په بين المللی بازار کی لازيات مشهور مارک لرونکی چينی توليدات وليدل شی .

د چين د اصلاح او ورخلاصون د سياست د عملی کيدو نه راهيسی په نړيوال اقتصاد کی د چين مقام په پر له پسی توګه لوړوالی موندلی دی ،مګر له دی امله چی د چين صنعتی تخنيکونو عمومی سويه نسبتأ وروسته پاتی ده او هغه مهم علمی تخنيکونه لږ دی چی چين په خپلواکه د معنوی اثارو د مالکيت حق نه لری ،نو خپل مشهور مارک لرونکی توليدات يی هم لږ دی .د چين د توليداتو د کيفيت د نظارت او پلټنی د عمومی اداری مسئول سون بو وويل که چيری چين غواړی چی هغه هدف تر سره کړی چی د اقتصاد د جوړښت تنظينمات تر سره ، د اقتصادی انکشاف لاری چاری د بدل د خپل اقتصاد مسلسله او چټکه او هماهنګ پرمختيا تر سره شی بايد د چين مشهور مارک لرونکو توليداتو د چټګ پرمختيا په لاره کی هڅی وکړی .(..............................)که مونږ وغواړو چی له خارجی شرکتونو سره سياله وکړی بايد په علمی تخنيکونو کی زيات پرمختګ تر لاسه کړو او د مشهورو مارک لرونکو توليداتو د انکشاف په هکله ستراتيجيکی پرمخ لاړ شو .نو په دی وجه ويلی شو چی د مشهور مارک لرونکو توليداتو مسئله يوه مهمه ستراتيجيکی موضوع ده چی د اقتصادی جوړښت د تنظينميدو او انکشافی لارو چارو د بدليدو او د چين د اقتصاد په دايمی انکشاف پوری اړه لری او د چين د عصری کيدو او د ښی راتلونکی د برابرولو سره اړيکی لری .

د مشهور مارک لرونکو توليداتو د انکشافی ستراتيژی سره سم ،چين به د تشويق او هڅونی پربنسټ د بيلا بيلو سيمو او ساحو د تصديو د يو ځای کيدو له لاری بين المللی مشهور مارک لرونکی توليدات جوړ کړی .

د چين د ختيځی برخی ساحلی ښار چينګ داو په چين کی د نوموړی ستراتيجی د غوره کيدو له مخکنيو ښارونو څخه ګڼل کيږی چی همدااوس د نوموړی ښار د ٢٢ تصديو ٤٤ ډوله توليداتو د چين مشهور مارک لرونکی توليدات ګرځيدلی دی .د دغه ښار دښاروالی مرسيتال وو جين جيان وويل چی مشهور مارک لرونکی توليدات د چينګ داو د اقتصادی انکشاف دپاره مهم رول لوبولی دی .(اواز................................)زما په نظر مشهور مارک لرونکی توليدات او تصديۍ او د مهم صنعت انکشافی سويه د يو ښار د بازاری اقتصاد دانکشاف يوه مهمه نښه ده .اوس مشهور مارک لرونکی توليدات او لويی تصديۍ د چينګ داو د اقتصاد د چټک انکشاف د پرمخبيولو عمده قوه ګرځيدلی ده .

بر سيره پردی د مشهور مارک لرونکو توليداتو د توليد په بهير کی نوموړی ښار د تصديو د اداری د پياوړتيا او د تخنيوکونو د اصلاخاتو دپاره زيات کوشش کړی دی چی په دی بهير کی د تخنيکونو د څيړنی موثر سيستم جوړ شوی دی .

د چينګ داو بير د محدود شرکت عمومی مدير جين ځی ګو هم وويل چی چينی تصديۍ بايد د مصرف کوونکو له خوا د منلی وړ بين المللی مشهور مارک جوړ کړی .

(اواز................................)د چينګ داو بير نه يوازی دبين المللی واکمنی سازمان له خوا يی مڼل او د بين المللی مصرفوونکو له خوا يی هم منل شوی دی .که وغواړو چی نوموړی مارک بين المللی مشهور مارک وګرځی ،مونږ بايد د مصرف کوونکو دپاره لازيات ارزښت قايل شو.

د معلوماتو له مخی ،د چين د خارجی اقتصاد او تجارت د انکشاف له امله مشهور مارک لرونکی توليدات د چين د انکشاف په چټک لور روان دی .