د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان د اطلاعاتو او راډيو وزير شيخ رشيد احمد د نوامبر په ديارلسمه نيټه وويل چه د افغانستان د پخوانی جمهوررئيس صبغت الله مجددی هغه تورونه بی دليله دی چه پاکستان د افغانستان په کورنيو چارو کی د پاکستان د لاس وهنی او د طالبانو ملاتړ کوی. رشيد احمد وويل چه پاکستان تل د افغانستان د سولی او بيارغاونی څخه ملاتړ کوی او دا يو ښه اثبات دی چه پاکستان د جنوبی اسيا د سيمه ايزی همکاری د اتحادی په سرمشريزه غونډه کی په دې سازمان کی د افغانستان د شموليت څخه ملاتړ څرګند کړ. د دې نه مخکی، مجددی په کابل کی په مطبوعاتی غونډه کی ويلی و چه پاکستان لا هم د طالبانو د تروريستی فعاليتونو څخه ملاتړ کوی
|