<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-14 19:07:01    
د چين د راډيوی خپرونو د چارو په باب معلومات

cri

په چين کی لومړی راډيوی ستيشن :

د تيان جين راډيو چه د ١٩٢٧کال د می په مياشت کی په تيان جين کی د بی يانګ په نامه د محلي حکومت لخوا جوړه شوه چه دا په چين کی لومړی راډيو ستيشن وً.

نوموړي راډيو د ١٩٢٥کال د فبروری په مياشت کی جوړه شوه ، خو له دې امله چه په هغه وخت کی ټولنه أرامه نه وه ، نو د دې راډيو خپرونی وځنډيدلی . په ١٩٢٦کال کی د بی يانګ حکومت د امريکی په واشنګتن کی د راډيوی خپرونې په بين المللی غونډه کی د ګډون لپاره استازی ور وليږل او دوي اروپا، امريکی اوجاپان ته د سفرونو په بهير کي د هېواد د سياسي او اقتصادي ترقۍ لپاره د راډيوی خپرونې د چارو ستر رول معلوم کړ . نو بيرته ته خپل هيواد د ستنيدو نه وروسته يی له حکومت څخه غوښتنه وکړه چه راډيوی ستيشن جوړ کړی . د محلي حکومت په ملاتړ د تيان جين راډيوی ستيشن د يو کال ځنډېدو نه وروسته بيا فعال شو او په خپرونې يي پيل وکړ .

د ١٩٢٧کال د سپتمبر په لومړی نيټه د بيجينګ راډيو د تيان جين د راډيو نه وروسته هم په خپرونو پيل وکړ.

په چين کی لومړی ولسي راډيو ستيشن :

د ١٩٤٠کال د دسمبر دېرشمه نيټه د چين د لومړی ولسي راډيو د جوړولو ورځ وه . په هغه دوره کی د جاپان د تيرۍ سره د مقاومت جګړه د شدت په حال کی وهُ. جاپانی تيری کوونکو او د وخت ارتجاعي حکومت د شان شی، ګان سو او نينګ شا سرحدي سيمې محاصره کړی چه دغه سيمې د چين د کمونيست ګونډ تر کنټرول

لاندي وې . د دښمنانو د بنديز او محاصرې د ريز مريز او د هيوادله ګڼ شمير خلکو څخه د ګوند د غوښتنو د خپريدو دپاره د چين کمونيست ګونډ پرېکړه وکړه چه يوه ولسي راډيو جوړه کړی او د ګوند مرستيال جو ين لای شخصا د راډيو د جوړولو د دندې لارښوونه وکړه. او د نيم کال د کوشش نه وروسته د چين لومړی ولسي راډيو يعنی د ين ان په نامه د سين هوا راډيو جوړه شوه .

د ازادي بخښوونکی جګړی په زمانه کی د ين ان سين هوا راډيو هيوادوالو ته د کمونيست ګونډ خطمشي او سياستونه خپاره کړل او د چين د ازادي بخښوونکی جګړی لپاره يی ستر رول ولوباوه . د ١٩٤٩کال د مارچ په پنځه ويشتمه نيټه د سين هوا راډيو بيجينګ ته انتقال شوه او د همدې کال د دسمبر په نهمه نيټه يی نوم په ولسی مرکزی راډيو بدل شو.

په چين کی لومړی نامتو خبريال :

د چين د مطبوعاتو په تاريخ کی لومړی نامتو خبريال چه هوانګ يون يانګ نوميده ، په اتلس سوه پنځه اتيايم کال کي د جيانګ شی د ولايت د جيو جيانګ په ښار کی وزېږېده. په ١٩٠٤ کال کی د زده کړی لپاره جاپان ته ولاړ او په ١٩٠٨ کال کی بيرته خپل هيواد ته راستون شو. د شين هاي په نامه د نولس سوه يوولسم کال د انقلاب نه وروسته هوانګ يون يانګ په بيجينګ کی د ځوان چين په نامه د اوونيزی مجلې او د يونګ يان په نامه د جريدې مسئول مدير و او د شانګهای د ځينو ورځپاڼو د خاص خبريال په توګه وټاکل شو. په هغه وخت کی هغه په مطبوعاتی ساحه کي يو اغيزه من خبريال و . خو له بده مرغه هوانګ يون يانګ د نولس سوه پنځلس کال د ديسمبر په اوه ويتشمه نيټه د امريکي په سانفراسيسکو کي ووژل شو .