د چين د بين المللی راډيو د خبريالانو د خبرونو له مخی ، دافغانستان يوه مامور په څوارلسمه نيټه دا خبرتصديق کړ چه په همدی ورځ په کابل کی د بين المللی امنيتی فوځ په ضد د ځان وژونکو بريدونو دوې پيښی وشوې . د م م سرمنشی کوفی عنان ، د ناتو بلاک سرمنشی جاپ ديهوپ شيغر او د المان خارجه وزير اوسکا فيشر په جلا جلا توګه نوموړی پيښی غندلی دی .
کوفی عنان د خپل نطاق له خولی د افغانستان له حکومت او نوموړی امنيتی فوځ څخه وغوښتل چه د موثرو تدبيرونو په نيولو سره د امنيت د ساتنی کار پياوړی کړی .