<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-15 17:03:55    
د شنه تمدن استازې ميرمن لياو سياو يي

cri

ګرانو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! د ښځه او ټولنې په نننی خپرونه کی به تاسو ته يو مضمون واورئ چه عنوان يی دی : د شنه تمدن استازې ميرمن لياو سياو يی .

د چين په بېجينګ کی د چاپيريال د ساتنی په اړه يو غير حکومتی سازمان شته چه خلک ورته د بېجينګ د مځکنی کری کلی وايی ، مځکنی کری کلی د بېجينګ د چاپريال د ساتنی ليتوری مرکز نوميږی .دغه مرکز د شين رنګ اوسيتونکی ناحيی د ودانولو او د چاپيريال د ساتنی په هکله د اتباعو د ايډيالوژۍ د پياوړتيا په برخه کی ډيره ستره اغيزه لری ، د دغه مرکز پيشنهاد او ابتکار کوونکي يوه ميرمن ده چه لياو سياو يي نوميږی .

پنځوس کلنه ميرمن لياو سياو يي پخوا د چين په اجتماعی اکاډمی کی د فلسفي په څيړنه کوله په ١٩٩٣ کال کی د امريکی د فروريدا په ايالت کی د دوو کالو دپاره اړونده مطالعه کړې ده . له دی امله چه ميرمن لياو سياو يي تل د چاپيريال ساتنی ته ډير متوجه ده ، نو که څه هم هغې په امريکا کی پاتی کيږی ، خو بيا هم د قطعي توګه خپل هيواد ته ستنه شوه . هغی وويل : ( اواز ) امريکی ته د رسيدﻻو نه دمخه يو تلويزيونی فلم جوړونکی ګروپ د شين رنګ تمدن او چين په عنوان د فلم په جوړولو بوخت ؤ ، د نوموړی ګروپ يو مسؤل زما دوست دی ، خو د نورو کارونو له امله زما دوست نوموړی کار پريښود . زه په دی ښه پوه شوم چه په چين کی د چاپيريال مسُله ډيره سخته ده ، نو ما فيصله وکړه چه بايد بيرته هيواد ته راشم او د نوموړی فلم جوړولو ته دوام ورکړی شی .

بيرته هيواد ته د ستنيدو نه وروسته ميرمن لياو سياو يی نه يوازی د شين رنګ تمدن او چين په عنوان تلويزيونی فلم بشپړ کړی ، بلکی هم خپله دوه ارزوګانی هم تر سره شوی دی چه يوه يی د مځکنی کری د کلی په نامه د بېجينګ د چاپيريال کلتوری مرکز جوړ شوی او بله يی د چين په مرکزی تلويزيونی ستيشين کی د چپيريال د ساتنی د موقع په نامه خاص پروګرام ټاکل شوی دی ، له هغه وخت نه تر اوسه پوری ميرمن لياو سياو يی تل د چاپيريال د ساتنی په هکله د چين د اتباعو د ايډيالوژۍ د پياوړتيا دپاره کوشش کوی . مثلاُ د ٢٠٠٠ کال د اپريل په دوه ويشتمه نيټه د مځکنی کری په بين المللې ورځ کی د بېجينګ د مځکنی کری کلې او د چاپيريال د ساتنی په هکله د يو شمير غير حکومتی موسسو په ګډه سره د مځکنی کری د ورځی په نامه د چين د عملياتو فعاليت پر ځای کړ . په دی فعاليت کی په ټول هيواد کی نژديو لس مليونو خلکو د چاپيريال د ساتنی بيلا بيل فعاليتونه تر سره کړيدی ، د ميرمن لياد سياو يی نژدي ملګرې او د نوموړی کلي د اداری کارکوونکی ميرمن لی لی وويل ( اواز ) ميرمن لياو سياو يي يوه ډيره زوروره او ټينګ عزم لرونکی سځه ده ، هغه کار چه تر سره شی ، هغی بايد دغه کار تر پايه پوری تر سره کړی او په دی هکله هيڅکله يی پشيمان نه وی . د چاپيريال د ساتنی په هکله د خلکو د اړوندو معلوماتو د زياتولو دپاره ميرمن لياو سياو يي د بېجينګ په اطرافو کی يو سل اتيا هکتاره مځکه په اجاره اخيستی او نوموړی مځکی د چاپيريال د ساتنی له دپاره د روزنی د اډی په توګه استعمال شوی دی . په نوموړی ځای کی اوسيدونکی بزګران د کثافت د ډولونو د ويشنی ، د لمر د انرژۍ د استعماليدو او چاپيريال ته د ضرر د نه رسونکو محصولاتو د توليدولو په برخه کی تر روزنی لاندی راغلی دی .

د نوموړی کلی د جوړيدو د نهو کالو نه راهيسی ، اړوند کارکوونکی د پخوا له دوو او دريو تنو نه اوس پنځلسو تنو ته زيات شوی دی او اړوند داوطلبان چه په رسمی توګه ثبت شوی ، هم څه دپاسه څو زرو تنو ته رسيدلی دی . د يوه غير حکومتی سازمان په توګه د بېجينګ د مځکنی کری د کلی کارونه د بين المللې ټولنې زياتی پاملرنی او توجه سبب شوی دی . په ٢٠٠٠ کال کی ميرن لياو سياو يي د سوفيی په نامه د بين المللی چاپيريال لوړه جايزه تر لاسه کړی ده ، دغه راز په عين وخت کی له دی امله چه د يوه چاپيريال ساتونکی په توګه ميرمن لياو سياو يی د چاپيريال د ساتنی دپاره وتلی خدمتونه تر سره کړي دی ، نو هغی هم د چين حکومت له خوا ورکړ شوی دی ، همداشان د ٢٠٠٨ کال دپاره د بېجينګ د والمپيک د سپورتی لوبو د تشکيلاتی کميټی له خوا ميرمن لياو سياو يي د دی کميټی دچاپيريال په هکله د مشاور په توګه مقرره شوې ده .