د ٢٠٠٥ کال د نوامبر د يولسمی نيټی ماښام اته بجې د ٢٠٠٨ کال د بيجينګ د اولمپيک د سپورتی لوبو د پرانستلو تر نيټی پوری يو زر ورځی پاتی وي او په عين وخت کی نړۍ ته د نوموړو لوبو دپاره بختور نښانونه وټاکل شول ٠
د نوموړو نښانونو د اعلانولو مراسم د بيجينګ د کارګرو په جمنازيم کی جوړ شول او نژدی په اتو بجو د مختلفو ټولنو په زر ګونو تنه استازي او زيات شمير نندارچيان راغونډ شول او په داسي حال کي چه د راتلونکو لوبو د رارسيدو د شمير د لوحې په وړاندي يي په لوړ أواز وويل چه پنځه ، څلور ، دری ، دوه ، يوه ثانيه پاتي ده ! د جمنازيم او د تيان ان من په ميدان کی تودې چکچکې پورته شوې او اتش بازي هم پيل شوه ٠ (اواز)
په همدی ورځ ماښام په اتو بجو او پنځلسو دقيقو د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټی د سياسی بيورو د دايمی غړی او د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د رئيس جيا چينګ لين لخوا و توکمی د نکټې په فشار سره د نانځکې په شکل پنځه ماشومان په پردی کی رامنځته شول ٠ نوموړي نښانونه په چينې ژبه فو وا نوميږي چه مانا يي نيکمرغه ماشومان ده ، هر يو يی ځانګړی نوم هم لری چه بی بی ، جينګ جينګ ، هوان هوان ، ينګ ينګ ، نی نی نوميږی چه دغه پنځه چيني کلمات د هغه شعار سره برابر دي چه بيجينګ ستاسو هر کلي کوي ٠ هغه پنځه ماشومان چه صورتونه يی د کب ، پندا ، تبتی هوسۍ ، توتکی او د اولمپيک د مشعل په شان دی او رنګ ئی د
اولمپيک د پنځو کړيو د رنګونو سره هم سمون خوری او دغه نښانونه ډير ښکلی دی ٠ وروسته د دغو نښانونو د خپريدو دپاره يو لنډ فلم وښودل شو (اواز)
نوموړي بختور نښانونه د اولمپيک د راتلونکو سپورتی لوبو او د نړيوالو د دوستۍ نمايندګی کوی د نړۍ بيلا بيلو هيوادونو ته دا ښيي چه د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک سپورتی لوبې به د چاپريال د ساتلو ، د معاصرسيانس او تخنيک د استعمالولو او د انسانی نظرياتو د څرګندولو په بنا تر سره شي او خوشحالۍ، روغتيا ، هوښيارتيا ، نيکمرغۍ او سمسورتيا به هم نړيوالو ته ورسوي ٠
د بيجينګ د اولمپيک د سپورتی لوبو د انتظامی کميټی رئيس ليو چی د خپلی وينا په ترڅ کی وويل چه اوس د دغو لوبو تر جوړيدو پوری يو زر ورځې پاتي وي ٠ مونږ د نړۍ د مختلفو هيوادونو د دوستانو په څيرپه بيجينګ کی د سره يو ځای کيدو انتظار کوو ٠ په راتلونکو زرو ورځو کی به مونږ د جدي رويې او موثرو تدبيرونو په غوره کولو سره ډول ډول تدارکات تر سره کړو ٠
ليو چی زياته کړه له دي امله چه د بختور نښانونه ، شعار او نښې سره سمون خوری ، دا څرګنديږي چه د چين خلک د سولی او دوستی د ټينګولو ، د پرمختګ د چټکولو او د هماهنګې نړۍ دجوړولو هيله لری او بيجينګ د بيلا بيلو هيوادونو د خلکو د راتګ هر کلي کوی ، نوموړي نښانونه د چين د خصوصيتونو سره مطابقت لری او د چين د زياتو قومونو په شمول د لويې کورنۍ د کلتور مظهر هم دي ٠ د بختور نښانونه د زيات شمير پوهانو د څيړنی او سلامشورې نه وروسته وټاکل شول او د چين د خلکو ، په خارج کی د اوسيدونکو چينايانو او د بين المللی دوستانو د هيلو تجسم هم ګڼل کيږي .
د اولمپيک د سپورتی لوبو د بين المللی کميټی رئيس روګ د يوه پيغام په ترڅ کی د بختورو نښانونو څخه خوښي څرګنده کړه او و ئی ويل چه زه د فو وا د هر صورت سره مينه لرم ٠
د چين د اړوندو څانګو مشرانو ، په چين کی د ځينو هيوادونو لويو سفيرانو، د بيجينګ د مختلفو ټولنو استازو ، د ليو شيانګ په شمول د اولمپيک د سپورتی لوبو قهرمانانو او مشهورو هنرمندانو د بختورو نښانونو د اعلانولو په مراسمو کی ګډون درلود٠ د مراسمو په ترڅ کی د نمانځنی لپاره د سندرو او نڅاوو نمايش تر سره شو ٠ (اواز)
د بختورو نښانونو د اعلانولو نه وروسته په چين کي د د غو نښانونو په شکل شيان او پوستي ټکټونه هم جوړ او چاپ شويدی چه مينه والو ته وړاندی کيږي ٠