د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د چين د بين المللی امدادی ټيم دوهمه ډله په پاکستان کی د زلزلې ځپلو خلکو سره د مرستې د خپلې دندې د تر سره کولو نه وروسته په محلی وخت د نوامبر په پنځلسمه نيټه غرمه له بالاکوټ څخه وخوځيد. د چين د بين المللی امدادی ټيم رئيس جاو هه پينګ وويل چی د چين د بين المللی امدادی ټيم دوهمې ډلې په زلزلې ځپلو سيمو کی اتلس ورځې خدمتونه تر سره کړيدي او د چين په ګرځنده روغتون کی يی څه دپاسه دوه زره تنه ناروغان د درملی او کتنې لاندی نيولی دی او په لوړو غرنيو سيمو کی يی له زلزلې ځپلو خلکو سره طبی مرستې هم تر سره کړيدي.
|