<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-15 18:54:02    
د زياتو لوبغاړو په شمول سپورتي ډولونه

cri
د زياتو لوبغاړو په شمول د سپورتي ډولونو د نه رامنځته کېدو نه مخکی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی يوازی يو نفري مسابقې ترسره کيدې . د اولمپيک د لومړي دوری د سپورتی لوبو په موده کی د زياتو لوبغاړو په شمول سپورتي ډولونه په اروپايی هېوادونو او امريکا کی ډير مروج ؤ، خو د اولمپيک د لرغونی سپورتی لوبو د عنعناتو سره سم نوموړي سپورتونه د اولمپيک په سپورتی لوبو کی نه ؤ ټاکل شوي . مګر د اولمپيک د دوهمې دورې په سپورتی لوبو کی د فوټبال مسابقه رامنځته شوه چی يوازی د بريتاني، فرانسې او بلجيم ټيمونو پکی برخه واخيستله او دغه مسابقه د فوټبال لومړنی نړيواله مسابقه بلل کېږی او د فوټبال د بين المللی اتحاديې د جوړېدو او په نړۍ کی د فوټبال د سپورت د پرمختګ دپاره يی مهم رول لوبولی دی.
طالع د برياليتوب فيصله کوونکی عامل
د اولمپيک د دوهمې دورې په سپورتی لوبو کی د اتلاتيک مسابقې پاريس ته نژدی په يوه ځنګل کی جوړې شوې چی پخوا د فرانسې د أسونو د ځغلولو د مسابقې يو ميدان ؤ. نو مساحت يی کوچنی، ونې يی ډيرې، ځمکې يی هواری نه وي او د مسابقې دپاره مربوط تاسيسات يی موجود نه وو. د مثال په توګه، د ټوپ وهلو په مسابقه کی لوبغاړو به په خپله ګودال جوړاوه. دغه راز به د خپل قوت او مهارت پر ځای طالع د برياليتوب د تر لاسه کولو دپاره فيصله کوونکی عامل بلل کېده.
د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د ښځو شامليدل
د اولمپيک د دوهمې دورې په سپورتی لوبو کی د خوښۍ وړ يو بدلون رامنځته شو چی نولس تنه ښځينه لوبغاړي پکی شاملې شوې. مخکی له دې نه ښځو د ګډون کولو حق نه درلود. که څه هم د ښځو شاملېدل د اولمپيک د بين المللی کميټې له خوا په رسمی توګه نه وپېژندل شوی، خو دې کار د نړۍ په سپورتی حلقه کی يوه نوې پاڼه اړولی ده. د کوربه هېواد په ترتيباتو سره نوموړو نولسو تنو ښځينه وو لوبغاړو د تينس او ګولف په شمول په هغو مسابقو کی برخه اخيستی وه چی پخوا يی يوازی اشراف زداه ګانو تر سره کوله.
نيکمرغه لوبغاړی اوون باکست
د امريکې سپورتی لوبغاړی اوون باکست د اولمپيک د دوهمې دورې په سپورتی لوبو کی له نيزی سره د لوړ ټوپ وهلو او د جګ ټوپ وهلو په دوو مسابقو کی برياليتوبونه تر لاسه کړل او د جګ ټوپ ، د ليری ټوپ او د دری قدمه ليری ټوپ وهلو په شمول مسابقو کی دری نقره ايی ميدالونه وګټل. نوموړی ډير ښه قسمت درلود چی بايد د پلان له مخی له نيزی سره د لوړ ټوپ مسابقه د يک شنبې په ورځ پر ځای شوی وای، خو د بريتانيې او امريکې په شمول د څو هېوادونو د مخالفت له امله نوموړې مسابقه دوشنبې ورځې ته وځنډېده. دغه راز د ځينو علتونو له امله د پنځو تنو امريکايی لوبغاړو څخه دری تنه بهر ته لاړل. نو د دې سپورت نيکمرغې لوبغاړی اوون باکست د درو اعشاريه دری مترو په جګوالی سره لومړی مقام وګاټه.