<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-16 17:09:35    
د تبت د ټولنې هماهنګ پرمختګ _ د سترګو د ناروغی د علاج په باب

cri

د چين د تبت خودمختاره سيمه چه د نړۍ په بام کي واقع ده ، د زياتو کلونو راهيسې له دې امله چه جغرافيايي موقعيت يي ډير لوړ ، هوا يي رقيقه او د لمر پلوشې يي ډيرې قوي دي ، نو زيات شمير بزګران او شپانه د سترګو په ډول ډول ناروغيو اخته دي چه په دي کي هغه ناروغان ډير دي چه په سترګو کي پردې ليدل کيږي چه دغه ناروغي ددوي د کار او ژوند دپاره زيات مشکلات او ستونزي رسوي . د نولس سوه دري نويم کال نه راپدي خوا د تبت يو صندوق په دي سيمه کي د رڼا په نامه د دغو ناروغانو د علاج دپاره يو پلان عملي کړي دي او د پنځه اتياوو مليونو ژن مين بي يونو پيسو په لګولو سره چه د لس مليونو امريکايي ډالرو سره برابر دی ، نژدي شل زره تنه داسي ناروغان د جراحۍ د اجرا کيدو له لارې بيا جوړ شويدي .

نوموړي د صندوق مرکز يوه دوه پوړيزه وداني ده او د خودمختارې سيمې د مرکز لاسا ښار د بودالا ماڼۍ په لويديځ کي پرته ده ، ددې صندوق د سرمنشي مرستيال اپي جينيون خبريال ته وويل ٠(أواز) زمونږ صندوق په نولس سوه اوه اتيايم کال د اپريل په مياشت کي جوړ شو او موسسان يي فقيد مشهور لسم بانچان او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې مرستيال اپياواجيمي دي . هغه زياته کړه چه د صندوق مرام می په تبت کي د ټولنې د هماهنګ پرمختګ تر سره کول دي . په بله ژبه د حکومت سره د مرستې له لارې د تبتيانو په اوسيدونکو ځايونو کي ددوي د ژوندانه د سويې د لوړوالي دپاره کوشش کوي . د صندوق د جوړيدو راهسې دوه سوه مليونه ژن مين بي يونه چه د پنځه ويشتو مليونو امريکايي ډالرو څخه زيات دي ، راغونډ شوي او د پوهنې ، روغتيا ، ساينس او تکنالوژي ، اقتصاد ، د

ايکولوژيکي چاپيريال د ساتنې ، د بي وزلو خلکو سره د مرستي په ساحو کي شپږ سوه څلويښت پلانونه تر سره شويدي.

د ښاغلي اپي جينيون په قول ددوې د صندوق بل پلان د بي وزلو ماشومانو سره مرسته کول او د تاريخي ځايونو ساتل دي او ددې پلان لمخې په تبت کي دوه سوه لومړني او منځني ښوونځي جوړ او پراخ شوي او شل تاريخي ځايونه ترميم شويدي . د دوه زريم کال راهيسې د نوموړي صندوق تر مرستې لاندي د بي وزلو کورنيو يو سلو تنو زده کوونکو عالي ،منځني او لومړي ښوونې ترسره کړيدي .

د وروستيو کلونو راپديخوا نوموړي صندوق په وار سره څو وړکتونونه او د اولاد نه لرونکو سپين ږيرو او سپين سرو د پالني او ساتولو ځايونه او کليوالي سړکونه جوړ کړي او د مصيبت ځپلو خلکو سره يي مرستې کړيدي .

نوموړي صندوق نه يوازي دننه په هيواد کي بلکي له يو شمير بين المللي سازمانونو او صندوقونو څخه پيسې راغونډوي . ښاغلي اپي جينيون وويل (أواز) د بسپنې د منلو اصل دا دی چه بايد هيڅ شرط و نه لري او بيخي وړيا وي.د زياتو کلونو راهيسې د نړۍ زيات صندوقونو او دوستو سازمانو او ډلو يا شخصيتونو زمونږ له صندوق سره مرستې کړيدي چه د احصايي لمخې په تيرو اتلسو کالو کي دوه سوه مليونه ژن مين بي يونه پيسې چه د پنځه ويشتو مليونو امريکايي ډالرو سره معادل دی ، راغونډې شويدي په تيره بيا د جرمني د ميسيريور صندوق يو لومړي ښوونځی جوړ کړی ، د بي اولادو سپين ږيرو او سپين سرو د اوسيدو شراطو د ښه والي او د مصيبت ځپلو سيمو سره د مرستې دپاره يي نغدي پيسې برابرې کړيدي . د هالند د فيکو او د امريکې د سيوا د سترګو د ناروغيو صندوقونو او د سويزرلنډ د سره

صليب ټولنې هم تبت ته ډاکتران ورليږلي او د تبتي ډاکترانو د روزلو دپاره يي

کورسونه جوړ کړيدي . اوس د تبت په مرکز لاسا او ژکاځه کي د ړندو کسانو د مسلکي تربيې او روزنې اډه د جرمني د يوه سازمان تر مرستې لاندي د جوړيدو په حال کي ده .