<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-16 17:37:18    
په چين کې د وادونو د لارښووني خدمتي دفترونه

cri

په دي وروستيو کلونو کې په چين کې د وادونو د لارښووني خدمتي دفتر يا مرکز د ټولنې د يو کسب ګرزيدلي او په پرله پسي توګه يي پرمختيا موندلي ده ٠ د چين د عنعنوي عادتونو له مخې مجرد هلکان او نجوني عمومأ د رويبارانو د معرفې له لارې يو له بل سره اشنا کيږي٠ شل کاله د مخه په چين کې د وادونو د لارښووني لومړني خدمتي دفتر رامنځته شو چه د بيجينګ د ښځو د اتحاديي له خوا جوړ شوي ؤ، خو د دفتر کوم مشخص ځاي او کارکوونکي نه ؤ ٠ په هغه وخت کې به د نوموړي اتحاديي اړوندو کارکوونکو يوازي په ټاکلي وخت کې د بيجينګ په يو پارک کې د مجردو هلکانو او نجونو له پاره د موزيک او ډانس محفل جوړاوه او د دغو فعاليتونو له لارې به د نوموړو ځوانانو ترمنځ د اشنايي او پيژندګلوي فرصتونه برابريدل ٠

د وخت په تيريدو سره د نوموړو ځوانانو او نجونو په زياتيدو سره د وادونو د لارښوني خدمتي دفترونه يا مرکزونه هم ورځ په ورځ زيات او پراخ شوي دي ٠ اوس په چين کې د وادونو د لارښونې خدمتي مرکزونه چه په رسمي توګه په اړونده څانګه کې راجستري شوي ، څه د پاسه پنځه زرو ته رسيدلي دي ٠ اوس د نوموړو دفترونو کارونه نه دا چي يوازي د وادونو د لارښوونې په هکله مجردو ځوانانو او نجونو ته خدمتونه برابروي ، بلکه د دوي ترمنځ د اشنايي او د وادونو په بهير کې درامنځته شويو ځينو ستونزو د حل له پاره دوي ته هم مرستې برابروي ٠ عمومأ نوموړي خدمتي مرکزونه د چين په بيلا بيلو ځايونو ، خصوصأ په ښارونو کې ډير ليدل کيږي او کار وبار يي ډير ښه دي ٠ اوس يوازي په بيجينک کې هغه مجرد نارينه او ښځې چه عمر يي له پنځه ديرش کالو نه تر پنځوس کالو پوري دي ، څه د پاسه پنځو لکو تنو ته رسيږي ٠ مجرد نارينه او ښځې کولي شي چه په نوموړي خدمتي مرکزونو کې خپل نوم ثبت کړي او د نوموړي مرکزونو غړي وګرزي ٠ په عين وخت کې نوموړي مرکزونه به د دوي د اړوندې غوښتنې سره سم د ثبت شويو غړو څخه مساعد غړي انتخاب کړي او اړوندو دواړو خواوو ترمنځ د اشنايي له پاره فرصت برابرکړي ٠ د اړوندو شخصيتونو په قول د بيجينګ د وادونو د لارښوونې په ځينو لويو خدمتي مرکزونو کې د غړو شمير له څه د پاسه لسو زرو تنو نه تر څه د پاسه يو سلو زرو تنو پوري دي ٠

په چين کې نوموړي مرکزونه هم بيلا بيل دي ٠ لکه د چين د حه نان ولايت د ځنګ جو په ښار کې يو داسي مرکز شته چه په خاص ډول د منورينو له پاره خدمت کوي ٠ د نوموړي مرکز کارکونکي ميرمن لي جيان وويل چه زمونږ مرکز ته د ځنګ جو د منورينو د وادونو د لارښوونې مرکز وايي ، زمړنږ د مرکز د خدمتونو په نسبت د ټولنې اړتيا ډيره زياته ده ٠ ځکه اوس ډير مجردو مناورينو له دي امله په کار کې ډير مصروف دس او فارغ وخت يي لږ دي ، نو عمر يي څه د پاسه ديرش کالو ته رسيدلي ، خپل عاشق او سل معشوقه يي هم لا تر اوسه نه دي کړي ن ٠ نو د دوي له پاره زياته مرستې په کار دي ٠

په چين کې هر کال ډير ځوانان او نجوني يا نارينه او ښځې د وادونو د لارښوونې د مرکزونو تر مرستو له لارې واده کوي ٠ د چين په داليان ښار کې ښاغلي سين تيان سنګ له نوموړو خلکو څخه دي ، هغه خبريال ته وويل چه زما ارزو د نوموړي مرکز تر مرستو لاندې سرته رسيدلې ده ٠ اوس زه او زما د ميرمن تر منځ اړيکې ډيرې ښې دي او يو له بل سره مينه لرو ٠ ښاغلي لوي بين سږکال اوه ويشت کلن دي او په بيجينګ کې کار کوي ٠ پروسږکال هغه د بيجينګ د وادونو د لارښونې د يوه مرکز تر مرستې لاندې خپله معشوقه پيدا کړه ٠ هغه خبريال ته وويل چه په معمولي وخت کې زما کارونه ډير زيات ؤ ، نو هره ورځ ډير مصروف وم ٠ د نجونو سره د تماسونو وخت مي هم نخ درلود ٠ خو اوس د وادونو د لارښوونې د مرکز په مرسته زما دغه مسئله حله شوې ده ٠ د وادونو د اړوندو کارپوهانو په نظر په چين کې د بيلا بيلو شرکتونو يو زيات شمير مامورين له دي امله چه د کار رقابت يي سخت او ور باندې اچول شوي فشار يي زيات دي او له بلې خوا له نورو سره د تماسونو ساحه يي تنګه ده ، نو د خپل ځان په اتکا د خپل عاشق يا معشوقې پيدا کول د دوي له پاره مشکل کار دي ، نو ځکه مخ په زياتيدونکي مجرد نارينه او ښځې د نوموړي مرکزونو مرستې ته زياته اړتيا لري ٠