<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-16 18:57:39    
نهه کلن هلک د پنځو کلونو نه راهيسی د ايدز په ناروغۍ اخته شويو يتيمانو ته د مرستی لاس اوږدوی

cri

نهه کلن هلک سون هوی سی چه د شمال ختيځ چين د هی لونګ جيانګ ولايت د هربين ښار د فن دو په نامه د ابتدائی ښوونځی د څلورم ټولګی شاګر دی ، د ماشومانو لپاره د زيات شمير ورځپاڼو د خبريال دنده په غاړه اخيستی او د کتابونو او ورځپاڼو له لوستلو سره ډيره علاقه لری ٠ تير کال هغه په يوه ورځپاڼه کی دا خبر واخيست چه د هه نان ولايت په يوی ولسوالی کی زيات شمير يتيمان د ايدز په ناروغۍ اخته دي او د دوی سره د مرستی لپاره د چين د تصديو خاوندان د سری وريښمينی فيتی په نامه د کورنۍ د جوړولو دپاره چمتوالی نيسی او هيله لری چه نور زيات کسان دغو يتيمانو ته د مرستې لاسونه اوږد کړي .

هلک سون سمدلاسه فيصله وکړه چه د نوموړی کور جوړيدو ته پيسی ورکړي او د بی ګټی شيانو د راغونډولو له لاری ئی د خرڅلاو نه وروسته تر لاسه شوی پيسی دوه سوه دوه اويا يوانه د دې کور د جوړيدو څانګی ته وسپارلی ٠

د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس مرستيال د سون هوی سی د عمل د پوهيدو نه وروسته لږه موده د مخه هغه ته د مننی پيغام وسپاره او پکی ئی سون هوی شين ته بلنه ورکړه چه د چين د سری وريښمينی فيتی د کور د پرانستلو په وخت کی ګډون وکړي ٠

سون هوی سي فکر وکړ چه د نوموړی کور د جوړيدو نه وروسته به د دغو کوچنيانو ژوند ښه والی موندلی کولی شي ، مګر دوی د زده کړی او لوستلو فرصت نه لری ٠ نو هلک سون غواړی چه د يتيمانو لپاره يوه کتابخانه جوړه کړي ٠

د چين د ماشومانو په ورځپاڼو او مجلی کی د مقالی د خپريدو او د بی ګټی شيانو

د خرڅلاو له لاری د سون هوی سی پيسی د کتابخانی د جوړيدو اړتيا ته لا هم لويه فاصله لری ٠ نو هغه سمدلاسه پريکړه وکړه چه د نورو زياتو بی ګټو شيانو د راغونډولو له لاری پيسی تر لاسه کړي ٠

سون هوی سی يو غوره زده کوونکی او د ټولګۍ مشر دی او هميشه په امتحان کی مخکنی مقام نيسي ، په ښوونځی کی د زده کړی نه علاوه هغه سندری هم زده کوی ٠ نو د بی ګټو شيانو د راغونډولو لپاره سون هوی سی بايد د رحصتيو له ورځو څخه ګټه واخلي ٠

ولی يو نهه کلن ماشوم د يتيمانو سره د مرستی نظر لری ؟

د سون هوی سي مور خبريال ته وويل کله چه زوی می دوه کاله ؤ ، د خپل پلار او ما سره ئی په لاره کی ګراتی ته څو روپۍ ورکړې ، د عمر په زياتيدو سره د مرسته غوښتونکو سره د ده د مرستې نيت نور هم قوی کيږي ٠

د سون هوی سی په نظر د بی ګټی شيانو د خرڅلاو او د سپما له لاری د بی وزلو کوچيانو سره دده د مرستی عمل د ښوونځی د ښوونکو او زده کوونکو ملاتړ تر لاسه کوی شي ٠ هغه په ښوونځی کی د ښه زده کوونکی په نامه جايزه لاس ته راوړه ٠ اوس د ده په مشرۍ نور زده کوونکی هم په فعاله توګه د بی ګټی شيانو د خرڅلاو له لاری د بی وزلو کوچنيانو سره مرسته کوی ٠

هلک سون غواړی چه په مداومه توګه له هغو کوچيانو سره مرسته وکړي چه د نورو مرستی ته اړتيا لری ٠ هغه وويل چه هغه له دې سندری سره مينه لری چه نوم ئی د مينی وقفول دی او هغه باور لری چه که چيری هر څوک خپله مينه وقف کړي ، نړۍ به لا نوره ښکلی شي ٠