د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د چين د خارجه وزارت نطاق ليو جيان چاو د نوامبر په اوولسمه نيټه په بيجينګ کی په نوبتی مطبوعاتی غونډه کی اعلان وکړ چه د خارجه وزير د مرستيال وو دا وی په مشرۍ د چين د حکومت هئيت به په پاکستان کی د زلزلې نه وروسته د بيا أبادی په هکله په هغه بين المللی غونډه کی ګډون وکړي چه د نوامبر په نولسمه نيټه به په اسلام أباد کی جوړه شي ٠ د چين هيئت د خارجه چارو او سوداګری د وزارتونو او د زلزلې د رياست او د نورو اړوندو څانګو د عالی رتبه وو مامورينو په ترکيب به په نوموړی غونډه کی برخه واخلي ٠
ليو جيان چاو څرګنده کړه چه د چين حکومت د پاکستان د مصيبت ځپلو سيمو بيا رغاونی ته زيات اهميت او پاملرنه کوی او د برابرې شوی امدادی مرستې پر بنا د پاکستان د مصيبت ځپلو سيمو سره د مرستې لپاره به په مداومه توګه واقعی تدبيرونه ونيسي ٠