د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د م م سرمنشی کوفی عنان د نوامبر په اولسمه نيټه په اسلام أباد کی له بين المللی ټولنی څخه غوښتنه وکړه چه په پاکستان کی د زلزلې مصيبت ځپلو سيمو د بيا جوړولو سره د مرستی اندازه زياته کړي ٠
کوفی عنان په پاکستان کی د زلزلې نه وروسته د بيا أبادی په هکله په هغه بين المللی غونډه کی د ګډون لپاره په همدی ورځ اسلام أباد ته ورسيد چه د نوامبر په نولسمه نيټه به تر سره شي ٠ هغه وويل چه اوس د پاکستان په مصيبت ځپلو سيمو کی د بين المللی مرستو او د بيا أبادی د کارونو د اړتيا تر منځ اوږده فاصله شته ٠
کوفی عنان به د نوموړی غونډی نه وروسته د پاکستان د مشرانو سره ملاقات وکړي او د زلزلې مصيبت ځپلو سيمو څخه به هم کتنه وکړي ٠