<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-18 14:40:21    
د چين د فلمونو د شپږم نسل دايرکټر وانګ شياو شوای

cri

د چين د فلمونو په ساحه کی وانګ شياو شوای ډير مشهور او د چينی فلمونو د شپږم نسل د دايرکټر پيشقدم دی٠ په هغو يو لړ فلمونو کی چې د وانګ شياو شوای له خوا لارښوونه شوی، ډير هنری ارزښت ترسيميږي٠

په روان کال کی د فرانسی د ګانيس د فلمونو په فستيوال کی د ارزيابی د کميټی خاصه جايزه د چينګ هونګ په نامه د وانګ شياو شوای له خوا لارښوونه شوی فلم ته ورکړه شوه٠

په نوموړی فلم کی د تيرې پېړۍ په اويايمه او اتيايمه لسيزه کی د چين په يوه عادی کورنۍ کی يوه کيسه څرګنده شوه ٠ ١٩ کلنې نجلۍ چينګ هونګ په هغه ځانګړی کورنۍ کی ژوند کاوه او کور ئی د تيرې پيړۍ په شپېتمه لسيزه کی د وروسته پاتی ولايت ګوی ځو سره د مرستی لپاره له اباده او لوی ښار شانګهای څخه دې ولايت ته انتقال شو٠ د چينګ هونګ پلار هيله درلوده چې خپل کور شانګهای ته انتقال کړی ٠ چينګ هونګ په هغه سيمه کی له يوه هلک شياو ګن سره مينه پيدا کړه ، خو پلار ئی د تعقيب او ټګی او برګی په شمول په بېلا بېلو وسيلو خپله لور کنترول کړه ٠ په پای کی پر چينګ هونګ د شياو ګېن له خوا تيری وشو پدی ډول نوموړی ، نو د ځان وژنی نيت ئی درلود او شيان ګن هم په ابدی مرګ محکوم شو٠

وانګ شياو شوای چې عمر ئی ٣٩ کلن ؤ،د زيږيدنی نه وروسته له خپل موروپلار سره له شانګهای څخه ګوی ځو ته لاړ او پکی ئی ١٣ کلونه ژوند وکړ٠ هغه د کوچنيتوب په وخت کی د نقاشی کولو په زده کړی پيل وکړ او په ١٩٨٥ کال کی د

بېجينګ د فلمونو د پوهنځی د دايرکټری په څانګه کی ومنل شو٠ په هغه وخت کی د يو او اته په نامه او د زيړې ځمکې په نامه د فلمونو په شمول يو لړ چينی ښه فلمونه په پر له پسی توګه جوړ شول او د هغه نه وخت راپدی خوا چينی فلمونه د نړۍ د توجه وړ وګرزيدل٠ د فلمونو په پوهنځي کی هغه ډير چيني او بهرنی ښه فلمونه وکتل٠

په ١٩٩٣ کال کی وانګ شيان شوای د ژمی او پسرلی په نامه خپل لومړی فلم جوړ کړ او BBC د نوموړی فلم داسی ارزيابی وکړه چې دا فلم د فلمونو د پيدا کيدو نه راهيسی له ١٠٠ ډيرو ښو فلمونو څخه شميرل کيږی٠ ورپسی وانګ شيان شوای په يو لړ فلمونو کی خپل ځانګړی سبک جوړ کړ٠ د ده په فلمونو کی ښکلی تصويرونه ليدل کيږی او فلسفی نيتونه ورڅخه څرګنديږی او د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون نه وروسته د عامو خلکو ژوند پکی ښکاری٠ هغه د فلمونو په وسيله د ژوندسره مينه احساسونه او زياته علاقه څرکندوی٠ که څه هم د ده فلمونو د چين په سينماګانو کی د ټکټونو د خرڅلاو څخه زياتی ګټی نه دی اخيستی ، مګر له خارجې دايرکټرانو له خوا ډير وستايل شول او په بين المللی ټولنه کی ئی ډيری جايزی واخيستلی٠

وانګ شياو شوای داسی دايرکټر دی چې په هيڅ سازمان پوري اړه نه لری او د فلمونو د اخيستلو دپاره په خپله پيسی ټولوی٠ دغه عمل په اوسنی چين کی اسان نه دی ٠ وانګ شياو شوای د داسی فلمونو د اخيستلو لپاره کوشش کوی چې ډير هنری ارزښت ولری ، نه تجارتی٠ هغه وويل چې په تيرو ١٠٠ کلونو کی ډير زيات فلمونه جوړ شويدی چه دا زمونږ معنوی شتمنی ګڼل کيږي ٠ که څه هم په چين کی د داسي فلمونو اخيستل اسان کار نه دی او اکثريت ئی نندارچيانو ته نه برابريږي .، خو وانګ

شياو شوای لا هم خپلو کوششونو ته دوام ور کوي . هغه وويل چې زه به په مداومه توګه داسی فلمونه دايرکټ او د چينی فلمونو د پرمختګ دپاره به خپل لازم خدمتونه تر سره کړم.