<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-18 15:43:13    
د أسيا د اومې دورې هنری فيستوال د چين د فو شان په ښار کی جوړ شو.

cri
ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د نوامبر له يوولسمې نيټې څخه تر اوه لسمې نيټې پوری د أسيا د اومې دورې هنری فيستوال د چين د ګوانګ دونګ ولايت د فو شان په ښار کی جوړ شو او له يوويشتو هېوادونو څخه راغلو څه دپاسه پنځه سوو تنو هنرمندانو پکی برخه واخيستله. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسی د نوموړي هنری فيستوال په هکله څه معلومات واورئ.
( لومړی اواز)
همدا اوس مو د پاکستان د هنرمندانو له خوا وړاندی شوی يو ډول ولسی هنر چی داحمال نومېږی ، واوريد .
د فيستوال په افتتاحيه مراسمو کی د يوويشتو هېوادونو د هنری هئيتونو له خوا د سندره ويلو،د موسيقی الاتو د غږولو او نڅاوو په شمول شپږويشت پروګرامونه تر سره شوي، د کموديا د انګکو د تاريخی ښار ، د ټايلند د معبدونو او د چين د لرغونی ماڼۍ او عربي کلاګانو په ګډون په اسيا کی د مشهورو ودانيو عکسونه او موډلونه نندارچيانو ته ښودل شوي او نندارچيانو د کموديا د ناوسونو ، اود چين د پتنګونو نمونو او د ټايلند د شب بازی د ألاتو په شمول له رنګا رنګو اسيايی کلتورونو څخه خوند اخيستی دی.
د اسيا هنری فيستوال چی په ١٩٩٨ کال کی د چين د کلتور د وزارت له خوا د لومړي ځل دپاره جوړ شو، هر کال د سيمه ايزو کلتورونو ترمنځ د تبادلې يو لوی فعاليت دی او د خپلو هنرونو د ښودلو دپاره د مختلفو اسيايی هېوادونو هنرمندانو ته د خپلو هنري مهارتونو د ښودلو ښه فرصت برا برېږی. د ترکيې د کلتور او توريزم د وزير ښاغلي اتيلا کوک په مشرۍ دولتی هنری هئيت د لومړي ځل دپاره په نوموړي فيستوال کی برخه واخيستله. د ده په نظر چين بايد د يوه لوی اسيايی هېواد په توګه د سيمه ايزو کلتورونو ترمنځ د تبادلې او همکارۍ په هکله لا لوی رول ولوبوی. هغه داسی وويل
( دوهم اواز)
دا يو ډير ښه فعاليت دی. چين د وريښمو د لرغونی لارې مبدا او ترکيه د نوموړې لارې بله څنډه ده. نو دواړه هېوادونه بايد خپل منځی همکاری نژدي کړی. چين بايد کوشش وکړي چه د وريښمو لارو په غاړه له پرتو هېوادونو سره د همکارۍ د پياوړتيا له لارې، ټول اسيايی هېوادونه سره يو ځای شی.
د نورو اسيايی هېوادونو د په زړه پوری زياتو نمايشونو نه پرته، د چين د مختلفو ځايونو غوره نمايشونه هم د نوموړي هنری فيستوال په موده کی هم تر سره شويدي،د مثال په توګه د کون، بېجينګ، يو، سی چوان او ګوانګ دونګ اوپراګانی. د پاکستان د هئيت يو غړی چی نعيم طاير نومېږی، دا نظر لری چی نه يوازی نندارتونه، بلکه نمايشونه د نندارچيانو دپاره ګټور دي. هغه وويل
( څلورم اواز)
د اسيايی هېوادونو ترمنځ کلتوري تبادله د خپل منځی پرمختګ او تفاهم دپاره ګټه لری. په اسيا کی ډول ډول کلتورونه موجود دي ، مونږ دې ته سترګې په لاره يو چی د بيلا بيلو لارو چارو په واسطه د رنګا رنګو کلتورونو ترمنځ تګ راتګ زيات شی.
په عين وخت کی د اسيايی هېوادونو د کلتور د وزيرانو د فورم د جوړېدو له امله نوموړی هنری فيستوال د تېرو څو کالو په نسبت زياته پاملرنه او توجه رااړولي ده . نوموړی کلني فورم د چين د صدر اعظم ون جيا باو د پيشنهاد سره سم جوړېږی. د سږ کال په نوموړی فورم کی چی څلور ورځې ته يي دوام ورکړ، مختلفو برخه والو هېوادونو د فوشان اعلاميه لاسليکه کړه. په نوموړی اعلاميه کی دې ته اشاره شوي چی برخه وال هېوادونه د مساوات او متقابلو ګټو پر بنا د ډول ډولو کلتورونو او تمدنونو ترمنځ د تګ راتګ د پرمخبيولو دپاره کوښښ وکړی او د مختلفو حکومتونو د کلتور د وزيرانو ترمنځ هماهنګی او تبادله پياوړی شی او دې ته تشويق شی چی د مختلفو هېوادونو هنرمندان او هنری ډلې کلتوری تبادلې تر سره شی.
ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د هنر او کلتور نننی پروګرام واوريد چی عنوان يی و، د اومې دورې اسيايی هنری فيستوال. هيله ده چی پروګرام مو خوښ شوي وی. ستاسو د روغتيا په هيله !