د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د م م سرمنشی کوفی انان د نوامبر په اتلسمه نيټه د پاکستان له جمهور رئيس پرويز مشرف سره يو ځای له زلزلې ځپلې ښار مظفرأباد څخه کتنه وکړه.او ورپسي يي په يوه مطبوعاتی غونډه کی يو ځل بيا له بين المللی ټولنې څخه غوښتنه وکړه چی د بيا ابادۍ دپاره پاکستان ته لا زياتې مرستې ورکړي. انان وويل (لومړی اواز) هغه ټول خاطرات چه نن سهار د کتنې په ترڅ کي راته پاتې شوي وو ، ډير ژور دي او په دي نسبت انديښمن يم چه دلته دومره زياتې ودانۍ ويجاړي شويدي . هيله لرم چه توان لرونکي حکومتونه ، شخصيتونه او فردي سازمانونه په خپله خوښه او سخاوتمندانه توګه له هغو بي وزلو خلکو سره چه مرستې ته اړتيا لری ، د مرستي لاسونه اوږد کړي . پرويز مشرف وويل (دوهم اواز) مونږ د سرمنشي د راتګ او د بين المللي ټولنې د مرستو څخه مننه کوو.
|