د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د زلزی نه وروسته د پاکستان د بيا رغاونی او مرستی په باب نړيواله غونډه په نولسمه نيټه سهار په اسلام اباد کی پرانستله شوه .
د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز په افتتاحيه مراسمو کی د خپلی وينا په ترڅ کی د حکومت په استازيتوب په نوموړی غونډه کی له برخه والو هيوادونو او نړيوالو سازمانونو څخه مننه وکړه او هيله يی څرګنده کړه چه مختلفی برخه والې خواوې پروخت د پاکستان بيا رغاونی ته مرستی برابری کړی . هغه دا وعده وکړه چه د مرستی له ټولو پيسو څخه به په څرګنده او عادلانه توګه استفاده وشی .
د م م سرمنشی کوفی عنان د خپلی وينا په ترڅ کی د نړۍ مختلفو هيوادونو ته بلنه ورکړه چه د خپلو مرستو له لاری پاکستان د مشکل حالت څخه بچ کړی .
د پنځوسو هيوادونو ، ديرشو نړيوالو موسسو او پنځلسو نړيوالو پولی سازمانونو څخه راغلو څه دپاسه دريو سوو تنو استازيو په نوموړی غونډه کی برخه اخيستی ده . د پاکستان هدف دا دی چه د دی غونډی له لاری پنځه مليارده دوه سوه مليونه امريکايی ډالره راټول کړی .