<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-19 19:30:50    
د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختاری سيمی حکومت سرحدی ولسواليو ته انکشاف ور کوی

cri

د شينجيانګ د ويغوری قوم خودمختاره سيمه له نورو هيوادونو سره ګډه پوله لری او د دی سيمی په سرحداتو کی ٣٢ ولسوالی موجودی دی او پکی د اقليتونو نفوس له ٣ مليونو تنو نه اوښتی دی .په ١٩٩٩ کال کی په سرحدی ولسواليو کی د غربت د له منځه وړلو په هکله په عملياتو د لاس پوری کيدو نه راهيسی د سينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختاری سيمی حکومت په ١٥ ولسواليو کی د کرنی او مالدری ،پوهنی او کلتور په شمول په زياتو ساحو کی د ٦٠٠ پروژو د عملی کولو دپاره ١٠٠ مليونه ژن مين بی يوانه اچولی او د بيلا بيلو قومونو په ژوند او کارونو کی يی يولړ مشکلات حل کړی دی .

د شينجيانګ د فو يون په ولسوالی کی دوه سيندونه موجود دی چی يو يی د وو لون ګو سيند دی او بل يی د عرچيس سيند دی .که څه هم سيندونه ځمکو ته اوبه ور کوی ،مګر د لږو پلونو د موجوديت له امله د خلکواو څارويو د تګ راتګ په برخه کی لاهم ستونزی موجودی دی .د ٢٠٠١ کال نه دمخه د وو لون ګو سيند ته له ٢٠٠ کليو ميترو څخه په نژديو سيمو کی يوازی څلور پلونه شته چی سره له دی هم د مالدارانو ژوند له سختو مشکلاتو سره مخامخ و .د غربت د له منځه وړلو د عملياتو د عملی کيدو نه راهيسی د فو يون د ولسوالی حکومت پر نوموړو دوو سيندونو باندی ٨ پلونه جوړ کړل چی دا د مالدارانو ژوند ته اسانتياوی برابری کړی دی .

په نوموړی عملياتو کی د شينجيانګ بيلا بيلو درجو د مختلفو قومونو د ژوند د سويی د لوړوالی دپاره مساعدی لاری چاری پيدا کړی دی .د هوچنګ ولسوالی د

ايی لی په دره کی واقع ده د زراعتی توليداتو د روزلو په برخه کی ځانګړی امتيازونه لری .نوموړی ولسوالی د خپلو شرايطو سره سم د انګورو او مڼوپه شمول د زراعتی توليداتو د روزلو چارو ته انکشاف ور کړی دی او تر اوسه پوری په ټولی ولسوالی کی د روزلو سيمی ١٤٠ زرو هکتارو ته رسيدلی دی چی په سلو کی ٦٥ اقليتی خلکو له نوموړو زراعتی محصولاتو نه ګټی اخستی دی .

د پی شان ولسوالی د حکومتی پيسيو څخه په استفادی سره د ميوو روزلو او مالداری چارو ته انکشاف ور کړی دی چی په دی اثر د ټولی ولسوالی غريبو کسانو شمير په ١٩٩٧ کال کی له ١٢٨ زرو نه ١٠ زرو ته کم شوی دی .

د تاشقرغان د تاجکی خودمختاره ولسوالی سخت طبيعی چاپيريال لری او له تاجکستان ،افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لری .مګر نوموړی ولسوالی يوه سرحدی او غريبه ولسوالی ده .د نوموړی لسوالی د غربت د له منځته وړلو د پلان سره سم د ځينو بزګرو او مالدارانو دپاره نوی هستوګنځی جوړی شوی دی .کوربان بايی د بولونموشا د علاقه داری مالدار دی .په ١٩٩٩ کال کی نوموړی علاقه داری له سختو واورو سره مخامخ شوی وه ،نو د حکومت په مرستی کوربان بايی نوی هستوګنځی ته انتقال شوی . د نوموړی علاقه داری حکومت نه يوازی د دوی دپاره نوی کورونه جوړ کړی دی بلکه د نورو ستونزو د حل دپاره يی له دوی سره مرستی هم کړی دی .

کوربان بايی د نويو کورونو په نژديو سيمو کی زراعتی توليدات روزلی دی او د ده د ژوند شرايطو ښه والی موندلی دی .په عين وخت کی هغه له نورو غريبو کسانو سره يو ځای د غربت د له منځته وړلو دپاره کوشش کوی دی .تر اوسه پوری د ولسوالی حکومت د کرنی او ځنګلونو ،د روغتيا ساتنی او ترنسپورت په شمول په زياتو

ساحو کی اساسی تاسيسات جوړ کړی دی .د حکومت په ملاتړ د ولسوالی نوی شکل رامنځته کيږی .